په ايران کي د ګاز نيولو له کبله شپږ افغانان مړه شوي
۱۴۰۲ خرداد ۹, سهشنبهد دوشنبې په ورځ ایراني رسنيو د ایران په سويل کي د قرچک په ښار کې د شپږو افغانانو د مړينی په اړه خبر ورکړ. د تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د قرچک ورمین د بیړنۍ څانګې مشر میشام رادفر ویلي، چې دغو افغانانو د ډبرو سکرو د ګازو د تنفس او د مناسبې هوا د نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
اړوند مطالب:
ایران په پوهنتونونو کې د افغان میشتو محصلینو پر نوم لیکنه بندیز لګولی؟
دغه رسنۍ لیکلي: «نن سهار د قرچک ښار په یوه دودیز کانټینن کې د ګازو د نيولو پېښې خبر بیړنۍ مرکز ته ورسېده او تر څېړنو وروسته معلومه شوه چې په دغه ځای کې ۶ تنه مړه شوي دي.»
هغه زياته کړې، چې د مړو شویو له نږدي کسانو څخه دوه تنه د دي دردونکې خبر په اوريدلو سره شوکه شوی او روغتون ته ليږدول شوی دي.
اړوند مطالب:
په ایران کې لاریونونو د افغان کډوالو ژوند څرنګه اغیزمن کړی؟
په مړو شويو کې څلور نارینه او دوه ښځې دي. په ایران کې د قرچک سیمې د بیړنیو حالاتو چارواکي ویلي دي، چې کارپوهان په دې اړه څیړنې کوي چې دا پیښه څرنګه رامنځ ته شوې ده.