په اوکراین کې د جګړې وروستي تحولات په انځورونو کې
د اوکراین جګړه له مياشتې واوښته. لا هم د سولې کوم څرګ نه ښکاري. رپوټونه وايي تر اوسه ۳ اعشاريه ۷ ميلیونه خلک ترې مهاجر شوي دي. د ملکي تلفاتو ارقام هم تر زرو پورته ښودل کيږي.
«ظالمه او بې معنی جګړه»
د کاتولیک کلیسا روحاني مشر، پاپ فرانسیس د يکشنبې په ورځ (د مارچ ۲۷مه) د واتيکان په سن پيترو میدان کې خلکو ته په وینا کې د افسوس په ښکاره کولو سره په اوکراين کې جګړه یوه «ظالمه او بې معنی جګړه» وبلله. هغه یو ځل بیا د جګړې د ژر تر ژره پای غوښتونکی شو.
د جګړې ضد مظاهرې
د يکشنبې په ورځ په ګرجستان کې يو شمیر خلکو په نڅاوو سره د جګړې ضد مظاهرې وکړې. دوی د روسيې د ولسمشر، ولادیمیر پوتین په څيره جوړه شوې نانځکې ته اور واچاوه.
ماريوپول
ماریوپول ښار د اوکراین یو له هغو ښارونو څخه دی چې د روسي ځواکونو په بمباريو او بریدونو کې تر ټولو ډير ويجاړ شوی دی.
د ملکيانو مرګ ژوبله
د ملګرو ملتونو سازمان وايي دوی د اوکراین په جګړه کې تر اوسه د ۱۱۱۹ ملکيانو وژنه او د ۱۷۹۰ ملکیان ټپي کیدل ثبت کړي دي. دغه خبره په ژنیف کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو د عالي کمشنرۍ دفتر د مارچ په ۲۷مه وکړه.
په ماريوپل کې ملکي تلفات
د ماريوپول ښار چارواکو د تيرې اوونۍ په پاې کې ادعا وکړه چې په دغه ښار کې تر ۲۰۰۰ ډير ملکيان په جګړو کې وژل شوي دي.
ماریوپل څخه د ملکیانو د ایستلو پروګرام
فرانسه، ترکيه او یونان پر یو ګډ«بشري ماموریت» کار کوي تر څو په ماریوپول کې بند پاتې شوي ملکیان د امن کوریدورونو په رامنځ ته کولو سره راوباسي. دغه خبره د فرانسې ولسمشر، امانويل مکرون کړې ده. په ماریوپل کې شاوخوا ۱۷۰ زره ملکیان بند پاتې دي.
د روسي عسکرو تلفات
روسيې د يکشنبې په ورځ وويل چې د اوکراین په جګړه کې يې ۱۳۵۱ عسکر وژل شوي دي. په انځور کې په ماريوپل ښار کې يو سوځيدلی ټانک ښکاري. انځور د شنبې ورځې د مارچ ۲۶مې دی.
اودیسه
د اوکراین د اودیسه ښار پر یوه واټ، دغه ښار ته د روسيي ځواکونو د مخنيوي له پاره اوسپنیزې موانع اچول شوي دي.
په ليويف کې ځايي خلک
د اوکراین په ليویف ښار کې ځایي خلکو د روسيي ټانګونو پر وړاندې پر لارو د ټانګ ضد موانع لګوي. دوی وايي په دې کار سره غواړي د روسي ځواکونو د يرغل پر وړاندې د خپل ښار او د اوکراین د نورو ښارونو ساتنه وکړي.
په جګړه کې د ملکيانو برخه
د اوکراین په اوديسه کې يو شمیر داوطلب ملکيان چې غواړي د روسي ځواکونو پر ضد وجنګیږي، د وسلو د استعمال زده کړه کوي.
پرمختګ نه دی شوی
د بریتانیا دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه چې روسي ځواکونو د تیرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې هيڅ ډول پرمختګ نه دی کړی. دغه وزارت ويلي دي چې د روسي ځواکونو د ضعیف مورال او د امکاناتو د کمښت له وجې پرمختګ نه دی کړی. خو زیاته کړې ېې ده چې د ماريوپل ښار په اطرافو کې درنه جګړه ادامه لري.
«موږ د سولې په لټه کې يو»
د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلنسکي د دوشنبې شپې په وینا کې وويل چې روانه اوونۍ په ترکیه کې د اوکراین او روسيې د سولې په مذاکراتو کې به «ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا» د دوی لومړیتوب وي. هغه همدارنګه وويل: «موږ د سولې په لټه کې يو، په ريښتا، له ځنډ پرته.» زیلنسکي زیاته کړه چې په ترکيه کې د سولې مذاکرات د مخامخ خبرو له پاره یو ښه فرصت دی.