اوسلو: طالبانو د دوو فعالو مېرمنو لادرکه کیدل رد کړل
۱۴۰۰ بهمن ۴, دوشنبهد آلمان خبري آژانس په حواله، په اوسلو کې د طالبانو یوه استازي د نارويږۍ رسنۍ،NRK د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې طالبانو ښځې نه دي نيولي او اسیري کړې يې نه دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموريت د شنبې په ورځ پر ټويټر باندې د افغان فعالو ښځو د لادرکه کیدو په اړه اندېښنه ښودلې وه. داسې رپوټونه ورکړل شوي چې دغه ښځې د تیرې اوونۍ په منځ کې د دوی له کورنو څخه وړل شوي دي.
د تیرکال په اګست کې د طالبانو د واکمنیدو راهیسې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه اندېښنې يو ځل بیا ډیرې شوي دي. د اوسلو خبرې چې سبا سه شبنه به هم ادامه ولري، په اجندا کې يې په افغانستان کې د ښځو د حقونو مسئلې ته د بحث مهمه موضوع په څير ځای ورکړل شوی دی.
طالبان د اوسلو په غونډه کې د لويديځو هیوادنو له استازو سره د لیدنې تر څنګ، له افغانانو سره هم ګوري چې په هغو کې افغان ښځې، ژورنالیستان او د بشر حقونو فعالان هم شامل دي.
د طالبانو تر واکمنیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې طالبان په اروپا کې غونډه کوي.
خو دغه غونډه د نړیوالو نیوکو سره مل ده، همدارنګه افغانانو هم په اوسلو کې اعتراضونه وکړل.
ناروې په تير وخت کې په پرله پسې توګه د بهرنيو کړکیچونه په برخه کې د منځګړي په توګه رول لوبولی دی، چې تر ټولو وروستۍ مورد يې د ونيزویلا کړکېچ دی.
د آلمان خبري آژانس زیاتوي چې ناروې چې د اروپايي اتحادېې غړی نه دی، له کلونو راهیسې يې له طالبانو سره خبرې اترې درولودلي دي.
د ناروې استازی په وروستيو کې کابل ته تللی وو او هلته يې له طالب چارواکو سر پر بشري مبارزاتو خبرې کړې وې