په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو وضعيت ته يوه کتنه
۱۴۰۲ خرداد ۳۱, چهارشنبهله افغانستانه مهاجرت، اقتصادي ستونزې او یا هم د نجونو پر مخ د لوړو زده کړو دروازو تړل هغه لاملونه ښودل کیږي چې خصوصي پوهنتونه یې سقوط او یا هم له رکود سره مخ کړي دي.
په افغانستان کې له تیرو شاوخوا څلویښت کلونو راهېسې نظامي تحولاتو د نورو بنسټونو په څیر د دغه هېواد د زده کړو بهیر هم څپلی دی. همدا وروستی تحول چې د جمهوریت په سقوط پای ته ورسید، سلګونه زره افغانان یې کډوال او میلیونونه نور چې زیاته برخه یې ښځينه زده کوونکې جوړه وي له زده کړو بې برخې کړل.افغان ديني عالمانو د نجونو پر زدکړو بنديز باندې نيوکه کړې
له سیاسي تحول وروسته په افغانستان کې د خصوصي سکټور په چوکاټ کې یو هم له مهمو بنسټونو ښوونیز مرکزونه و چې تر ډیره یې چارې ټکنۍ او یا هم له سقوط سره مخ دي.
د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې ویاند کریم ناصري وايي چې په بلخ او کابل کې یې پنځه د لوړو زده کړو پوهنتونونه تړل شوي او لسګونه نور د تړل کېدو په در شل کې دي.
کریم ناصري چې د خصوصي پوهنتونونو ویاند دی وايي چې خصوصي پوهنتونونه او علمي مراکز له ګڼو فشارونو سره مخامخ دي چې له کبله یې یو شمیر ان د خپلو دروازو تړلو ته اړ شوي دي. د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې د معلوماتو له مخې د جمهوریت پر مهال یې په ټول هيواد کې ۱۴۰ پوهنتونونه درلودل چې ۲۰۰ زره محصلینو پکې زده کړې کولې او له دې ډلې اویا زره یې نجونې وې.ولې طالبان او دیني عالمان د نجونو د تعلیم په هکله د نظر اختلاف لري؟
واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د افغانانو بیا کډوالي، اقتصادي ستونزې اود ښځینه زده کوونکو پر مخ د ښوونیزو موسسو بندیدل بیا هغه اصلی لاملونه دي چې خصوصي پوهنتونونه یې له رکود او یا هم سقوط سره مخ کړي دي.
عبدالقدوس نوازي چې د رسنیو کار کوونکی دی، وايي چې د سیاسي تحولاتو له کبله یې هیواد ترک کړی دی. هغه دویچه ویله ته وویل: «زما په یو خصوصي پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې د تحصیل دویم کال و چې جمهوریت سقوط شو، زه هم لکه د نورو هيوادوالو په شان د افغانستان پرېښودو ته اړ شوم، اوس په یو اروپايي هېواد کې کډوال یم.»
ضیا الله داوود، یو له هغو افغان محصلینو څخه دی چې وروستي تحول سره یې د زدکړو بهیر په ټپه دریدلی دی. داوود وايي، اقتصادي او سیاسي وضعیت داسې نه و چې نور دې زده کړو ته دوام ورکړي.
ضیا الله داوود دویچه ویله ته وویل: «دنیا پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصل وم خو کله چې حکومت سقوط شو زیات مشکلات راغلل، یو له هغو اقتصادي ستونزې وې چې ما نشول کولی فیس ورکړم او ځيني نور مشکلات ول چې اړ شوم زدکه ړې پریږدم یو کال په افغانستان کې او بیا مې هيواد پرېښود اوس په یو ګاونډي هېواد کې ژوند کوم.«
هدایت جبار خېل بیا یو بل افغان محصل دی چې د نظام له سقوط وروسته یې دنده له لاسه ورکړې، جبار خېل وايي، هغه مهال چې یې دنده درلوده نو کولی یې شول چې د پوهنتون فیس ورکړي خو اوس دا وس په ځان کې نه ویني نو ځکه یې په دریم سمسټر کې د ماسټرۍ دوره نیمګړې پاتې شوه.
په کابل کې د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه وايي، له چارواکو سره یې د دغه خصوصي سکتور د سقوط او رکود د مخنیوي په تړاو اندېښنې شریکې کړي، خوشبینې شته خو په خبره یې ټولې ستونزې نه دي رفعه شوي.
ب.د / خ.ح / ن.ز