1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افریقا کې جوماتونه؛ په منځني ختیځ کې د ځواک ښودنه

۱۳۹۸ آذر ۲۸, پنجشنبه

په دې وروستیو کې د افریقا په لویه وچه کې د سعودي عربستان، ترکیې او ایران په پیسو باندې د سلګونو جوماتونو د جوړولو چارې پیل شوي دي. پوښتنه دا ده چې دغه درې هیوادونه ولې غواړي په افریقا کې پر جوماتونو باندې پانګونه وکړي؟

https://p.dw.com/p/3V5nj
Südafrika Nizamiye Masjid Moschee in Johannesburg
انځور: picture-alliance/Bildagentur-online/Schickert

د روان کال په نومبر میاشت کې د افریقا په جبوتي کې د دوهم عبدالحامد په نامه د یوه جومات پرانیسته وشوه. په ۱۳ زره متر مربع ساحه کې جوړ شوی دا لومړی جومات دی چې په یوه وخت کې د شاوخوا شپږ زرو لمونځ کوونکو ظرفیت لري او دوه منارونه یې بیا شاوخوا ۴۰ متره ارتفاع لري. د جومات پر دیوالونو باندې د عثمانيه خلافت د دورې خطاطي هم د لیدونکو پام ځان ته جلبوي. د جومات ګنبده پر مسو ملمع شوې او د جومات په داخل کې د ترکیې د جوماتونو په څیر ستر څراغونه را ځوړند دي. دغه څه د دې ښکارندويې کوي چې یاد جومات د ترکیې په مالي مرسته رغول شوی دی، او حقیت هم همدا دی.

په فرانسه کې یو جومات د ادیانو ترمنځ د سولې په سمبول بدل شوی

د جومات پر رغولو باندې د مذهبي چارو له پاره د ترکیې یوې دولتي ادارې پانګونه کړې ده. د دیانت په نامه د ترکیې دغه دولتي اداره په دې باور ده چې جومات د ترکیې او جبوتي هیواد ترمنځ د ښو اړیکو ښه استازولي کولی شي. د جومات د رغولو له پاره خام مواد تر ډیره پورې له ترکیې څخه راوړل شوي چې پکې سپین رنګه ډبرې هم شاملي دي. دغه ډبرې د جومات په داخل کې کارول شوي او د جومات په ښکلا کې یې مهم نقش لوبولی دی.

د جبوتي ولسمشر اسماعيل عمر ګلیه، خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان ته ویلي وو چې هغه غواړي چې په خپل هیواد کې د عثمانیه د خلافت د دورې په څیر یو ښکلی او ستر جومات ولري.

د نایجیر هیواد اوسیدونکی او ختیځ پوهنې د مطالعاتو د مرکز غړی عبدالله سنايي وايي چې ترکیه غواړي په دې توګه خپل قدرت نندارې ته وړاندې کړي. هغه وویل: «ترکیه غواړي چې د اسلامي نړۍ د یوه جلا ځواک په توګه را څرګند شي، دقیقاً په هغې توګه لکه څرنګه چې د څو لسیزو راهیسې سعودي عربستان ګڼل کیدو.»

ترکیه اوسمهال د افریقا د لویې وچې په ګڼ شمیر هیوادونو کې پیسې مصرفوي څو په دې توګه په خپل اغیز او نفوذ کې زیاتوالی راولي. د تیرو څلورو لسیزو راهسیې، د مذهبي چارو له پاره د ترکیې دولتي اداره یا دیانت د جبوتي، ګانا، بورکینا فاسو، مالي او چاډ په څیر د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې پر ښوونځیو او نورو مرکزونو باندې پیسې مصرفوي. په ورته وخت کې ترکیې د سومالیا په پلازمینه موګادیشو کې د تر ټولو ستر جومات په تزئین او سنګار کې مرسته کړې ده. دغه جومات په یوه وخت کې بیا د شاوخوا ۱۰ زره لمونځ کوونکو د ځای پر ځای کولو ظرفیت لري. د سنايي په خبره، په دې توګه یو شمیر هیوادونه غواړي د خلکو په منځ کې ځای پیدا کړي څو په راتلونکې کې ورباندې اعتماد وشي.

د سلفیانو اغیز؟

په ورته وخت کې سعودي عربستان هم د افریقا په ګڼ شمیر هیوادونو کې د جوماتونو د جوړیدو له اړخه مخکښ دی. په افریقا کې د اسلامي یووالي له پاره مشهور یو جومات په ۱۹۸۷م کال کې د سعودي عربستان په مالي مرسته جوړ شوی دی. یاد جومات د سعودي عربستان د سلطان بن عبدالعزیز السعود بنسټ له لوري جوړ شوی دی. سعودي عربستان د تیرو لسو او شلو کلونو په موده کې د افریقا په نایجر، نایجریا او مالي هیوادونو کې په دوامداره توګه پانګونه کوي. د سنايي په خبره «په دې  توګه د اسلام د یوې مشهورې نظریې ترویج هم کیږي، په ځانګړې توګه د سلفیانو د مفکورو ترویج» ته زمینه برابریږي.

د سینیګال په پلازمینه ډاکار کې د ټمبکټو د انستیتوت مشر باکاري سامبې بیا وايي چې «له دغو جوماتونو څخه د نظریو د تبلیغ په برخه کې هر راز ګټه اخیستل کیدلی شي، دا ځکه چې د مذهب پر مټ د نفوذ او اغیز او همدا راز د ځواک تر لاسه کولو امکان لري.»

د ترکیې او سعودي عربستان ترڅنګ قطر او ایران هم د افریقا لویې وچې په ګڼ شمیر هیوادونو کې د اغیز او نفوذ په لټه کې دي. دغه هیوادونه هم مذهب د یادو اهدافو له پاره یوه تر ټولو ښه وسیله ګڼي. د سامبي په خبره ایران په سینیګال، ایوري ساحل او د ګني په ګډون په ګڼ شمیر سیمو کې جوماتونه جوړ کړي دي. د منځني ختیځ د هیوادونو ترمنځ سیالي دلته په واضح توګه لیدل کیدلی شي.»

«عنبر مسجد» د ښځو د ستونزو حلولو هڅه هم کوي

د سامبي په خبره سعودي عربستان د شعیه اسلام د خپراوي مخه نیسې او د دې کار له پاره یې په نایجیریا کې ګڼ شمیر جوماتونه جوړ کړي دي. دا هڅې داسې مهال کیږي چې په دې هیواد کې شیعه مذهبه په اقلیت کې دي او تر ډیره پورې دوی د ټولنې تر فشارونو لاندې هم ژوند کوي.