په آلمان کې په زرونو ماسکونه غلا شوي
۱۳۹۸ اسفند ۲۷, سهشنبهغلو ۵۰۰۰۰ ماسکونه چې د کولن ښار روغتونونو ته توزیع کیدل غلا کړي دي. د پولیسو د رپوټ له مخې غلو د کولن ښار د روغتونونو له پاره د لوژیستکي مرکز څخه دغه ماسکونه غلا کړي دي. یوه کارکوونکې دې خبرې ته فکر شوی او پولیسو ته یې خبر ورکړی دی.
تر دغې غلا وروسته، د کولن ښار د کړکیچ د مدیریت ټیم د روغتونونو او بیړنیو خدماتو له پاره اړین حفاظتي تجهیزات کنترول او د خوندي کولو چارې پېل کړي دي.
د روغتون ویاندې د آلمان خبري آژانس ته ویلي: «دا د غلا نوی معیار دی. موږ د هغو شیانو په هکله خبرې کوو چې په عادي ډول یې ارزښت څو سینته دی، خو داسې بریښې چې اوس یې بازار شته.»
د روغتون د ویاندې په وینا د ماسکونو پر غلا کیدو سربیره دوی په روغتون کې د هغې د کمي اټکل نه کوي.
د سرطان د ناروغیو له واټ څخه غلا
پولیسو په آلمان کې د کرونا ویروس د خپریدو سره سم د غلا د یو شمیر پيښو رپوټونه ورکړي دي. د آلمان په نیدر زاکسن ایالت کې د مارچ میاشتې له لومړیو راهیسې پولیس د ۱۲۰۰ ماسکونو د غلا کیدو د قضیې په هکله تحقیقات کوي.
نورد راین ویستفالن ایالت چیرې چې د کولن ښار هم موقعیت لري روغتونونو د لاسونو له پاره د مکروب ضد مایع د سلګونو بوتلونو د غلا رپوټونه ورکړي دي چې اوس یې له کمښت سره مخامخ دي.
د «ار بي بي» رادیو تلویزون د رپوټ له مخې په برلین کې د یوه روغتون د ماشومانو د عاجل واټ څخه د مکروب ضد مواد، تنفسي دستګاوې، دستکشې او نور حفاظتي کالي غلا شوي دي. په دغه واټ کې زیاتره د سرطان ناروغۍ ځوانو ناروغانو پالنه کیږي.