په آلمان کي د کريسمس بازارونو جم و جوش
په آلمان کي د کريسمس بازارونه استثنايي فضا لري. د کريسمس تر پيل څلور اوونۍ دمخه بازارونه جوړیږي. دغو بازارونو ته تر ډېره هغه کسان ورځي چي د گرمو شرابو خوند واخلي.
په آلمان کي د کريسمس بازارونه استثنايي فضا لري. هر خوا ته خوندور خواړه پرول کيږي او له هر خوا د موسيقۍ ږغ پورته کيږي.
د کريسمس تر اختر څلور اوونۍ دمخه د آلمان په مختلفو ښارونو کي بازارونه جوړیږي.
دغو بازارونو ته د ورتگ يو دليل د کريسمس خوندور خواړه دي. څوک چي په دغو بازارونو کي گرځي بېلابېل خواړه امتحانوي.
دغه بازارونه په کال کي يوازي ۲۸ يا ۳۰ ورځي اجازه لري چي پرانيستي وي.
د ډېرو کسانو له پاره دغو بازارونو ته د ورتگ اصلي دليل د گرمو شرابو څښاک دئ.
په آلمان کي د کريسمس بازارونه
له معمول سره سم بازار ته درې ډوله گرم شراب وړاندي کیږي: سپين گرم شراب، سره گرم شراب او دريم حالت ئې له قوي الکولي مشروباتو سره.
په دغو بازارونو کي پر خوندورو خوړو سربيره، لاسي صنايع، زينتي شيان او د گوچنيانو د بازيو سامانونه پلورل کيږي.
ډېر خلک په دغو بازارونو کي د کريسمس ډالۍ هم رانيسي.
په آلمان کي د کريسمس بازارونه
حتی هغه کسان چي هيڅ هم نه رانيسي د دغو بازارونو له زړه کشوونکي فضا څخه خوند اخلي.
د سيند پر غاړه د کريسمس بازار
هر کال نژدې څلور ميليونه کسان د آلمان په کولن ښار کي د کليسا په بغل کي بازار ته ورځي. د کريسمس دغه بازار په آلمان کي تر ټولو محبوبيت لري.