طبيعت او چاپيريالافریقا
پر کینیا باندي سخته وچکالي راغلې ده
۱۴۰۱ آبان ۴, چهارشنبهاعلان
خو د سیمي څخه باریدل او کډه کول هم گټه نه رسوي. د یوې کوچئ، اکالالا په خبره د هغوی ټوله بُزې مړې سوي دي. او هغو کسانو هم چي تر ډیرو لیري ځایونو پوري یې خپلي رمې بیولي دي، واښه ندي پیدا کړي. په خبره یې »د سږکال وچکالي تربل هر وخت خرابه ده«. دمخه به هغه او د ده په ډول نورو کوچیانو د رمو څخه ژوند کاوه، چي ورته به یې شیدې او غوښي ورکولې. خودغه کوچۍ، چي د تورکانا په قبیلې پوري اړه لري او د نورو ډیرو کوچیانو په ډول د رمو څخه ژوند کوي، وايي، چي »اوس ډیر دردونکی او کړونکی حالت« دی.