پر روسیې باندي د پوتین رهبري تر ۲۰۳۶ کاله تضمین سوه
۱۳۹۹ تیر ۱۲, پنجشنبهد پوتین له پاره یو ستر بری: له ۹۸ سلنه رایو تر شمیرلو وروسته د روسیې زیاترو اوسیدونکو ددغه هیواد په اساسي قانون کي د اټکل سوو بدلونونو له پاره مثبته رایه ورکړه. ددغه هیواد د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالني اعلان کړی چي ددغي ټولپوښتني نتایج نه مني او د هغه پر ضد به ودریږي.
د رویترز خبري آژانس د پنجشنبه په ورځ له مسکو څخه د یوه رپوټ د خپریدو په ترڅ کي په روسیه کي د اساسي قانون د بدلون په هکله د پوتین له بري څخه خبر ورکړ.
په دې ډول ولادیمیر پوتین کولای سي د دوو نورو دورو له پاره د روسیې واک په لاس کي ولري. په روسيه کي د ولسمشرۍ هره دوره ۶ کاله ده او اوسنۍ دوره په ۲۰۲۴ کي پای ته رسیږي. په دې ډول پوتین کولای سي تر ۲۰۳۶ کاله پوري پر نوموړي هیواد مشرتوب وکړي. ددغه ریفردم د بري په سیوري کي ، پوتین چی اوس ۶۷ کلن دی، د روسیې مشرتابه تر ۸۳ کلنۍ پوري د ځان له پاره تضمین کړ.
پوتین له ۲۰۰۰ م کال راهیسي په روسیه کي د صدراعظم او یا هم ولسمشر په توګه واکمني کړې ده. له همدې کبله مخالفین د پوتین د دایمي مشرتوب څخه خبري کوي.
د اساسي قانون د بدلون په هکله ټولپوښتنه کي د خلکو ګډون ۶۵ سلنه اعلان سوی. په روسیه کي ۱۱۰ میلیونه کسانو په نوموړي ریفرندم کي دګډون حق درلود. د ۹۸ سلنه رایو تر شمیرلو روسته ، ۷۸ سلنه خلکو، په اساسي قانون کي د بدلون له پاره مثبته رایه ورکړې او ۲۱ سلنه له دغو تغییراتو سره خپل مخالفت ښودلی.
د روسیې د اساسي قانون بدلونونه
د روسیې د اساسي قانون تغییرات څو مختلف اړخونه لري. په هغو کي د متقاعدینو د کلني معاش زیاتوالی او په روسیه کي د همجنس بازانو د واده منع کول شامل دي. خو په اساسي قانون کي مهم بدلون سیاسي تغییر دی. هغه تغییر چي د پوتین له پاره په عملي ډول د ریاست جمهوري د دوو نورو دورو له پاره لار هواروي.
د روسیې د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالني د اساسي قانون د تغییر په هکله ټولپوښتنو کي ترسره سوو سرغړونو ته په اشارې سره اعلان کړی چي ددغه ریفرندم نتایج نه مني.
ویل کیږي چي د رایه اخیستني د حوزو د بشپر کار تر پای ته رسیدو مخکي د شمیرلو لومړني نتایج اعلان سوي دي. علاوه پر دې د اپوزیسیون ځواکونو د رایه اخیستني په حوزو کي د لسهاوو نورو درغلیو څخه هم خبر ورکړی. ویل کیږي چي په ځینو سیمو کي خلک په ریفرندم کي ګډون ته مجبور کړای سوي دي.
ناوالني ویلي چي د کووید ۱۹ ناروغۍ له امله په اوسنیو شرایطو کي له اعتراضي مظاهرو څخه ډډه کوي. هغه ویلي چي د روان کال په مني کي به د نوموړي ټولپوښتني پر ضد د مظاهرو د جوړولو له پاره اقدام وکړي.
qp/bs (Reuters, AP, AFP)