پاکستان: په چمن کې د ژوند چارې ولې په ټپه ولاړې دي؟
۱۴۰۳ خرداد ۱, سهشنبهد روانې مياشتې په پېل کې د مظاهره کوونکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شو چې تر هغه وروسته دولتي او خصوصي بانکونه، د پاسپورتونو او همدا راز د امنیې د مرستيال قوماندان دفتر او د ګمرګ دفترونه تړل شوي دي.
د دې مظاهرو په ترڅ کې د سيمې د سوداګرو په ګډون د سيمې سياسي مشرانو او ورځ مزد اخيستونکو د پاکستان او افغانستان نښلوونکې د کوېټې او چمن لویه لاره هم بنده کړې ده. د افغانستان په ترانزيتي تجارتي توکو او نور سامان بار په لسګونو لارۍ او نور ډېر موټر په چمن کې پر دې لویه لاره د پولې دواړو لوريو ته د سړک د پرانيستو په انتظار دي.
د چمن د صنعت او سوداګرۍ خونو مشر محمد عمران کاکړ، وايي چې د ټولو ګوندونو د تجارتي ائتلاف احتجاج او کاربندیز له کبله د می میاشتې له څلورمې نېټې راهېسې په چمن کې تجارتي فعاليت درېدلی دی او له هغه وخت راهېسې د چمن د سرحد له لارې د پاکستان او افغانستان ترمنځ هیڅ صادرات او واردات نه دي ترسره شوي.
د معلوماتو په حواله په چمن کې له امنيتي ځواکونو سره په اخ و ډب کې د دوو کسانو تر وژل کيدو وروسته اوس د مظاهرو تازه لړۍ پېل شوې ده.
د يادولو وړ ده چې د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر میاشت کې له هغه وخت راهېسې په چمن کې احتجاج روان دی چې د پاکستان حکومت د پولې له دواړو لوريو څخه د بشپړو سفري اسنادو پرته د پاکستان او افغانستان له پولي پر تيريدو بندیز لګولی وو. هغه وخت د «اسنادو یو نوی سیسټم» معرفي شوی وو.
محمد عمران کاکړ، وايي چې په زرونه مزدوران چې پر پوله کار کوي او دواړو لورو ته کوچني تجارتونه کوي، د دې نویو مقرراتو له کبله بې روزګاره شوي دي.
دوې اونۍ تر مخه د مظاهره کوونکو او بلوچستان د حکومت ترمنځ مذاکرات هم شوي ول، خو هیڅ پرمختګ پکې نه وو ترستګو شوی او د چمن پر سرحد ټول فعاليتونه د ځنډ ښکار دي.
د مظاهره کوونکو اساسي غوښتنه دا ده چې نوي مقررات دې بيرته واخيستل شي او پخوانی سیسټم دې فعال کړل شي چې له مخې یې د پاکستاني شناخته کارډ او افغانستان په تذکره د سفر کولو اجازه وه.
ب. ص/ ن. ز (دويچه ويله اردو، آژانسونه)