1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: په چاڼيزو عملیاتو کې ۳ عسکر او ۸ وسله وال وژل شوي

۱۴۰۳ آبان ۱۰, پنجشنبه

د پاکستان پولیس وايي د وسله والو پر یو پټنځای د امنيتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۳ عسکر او ۸ وسله وال وژل شوي دي. د پولیسو یو افسر وويل چې دغه عملیات د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو علاقه کې شوي.

https://p.dw.com/p/4mQbF
پاکستاني ځواکونه د خيبر پښتونخوا ایالت په مربوطاتو کې د دندې پر مهال
آرشیف - د پاکستان پوليس وايي د خیبر پښتونخوا په بنو علاقه کې د وسله والو پر یو پټنځای د امنیتي ځواکونو عملیاتو پر مهال ۳ عسکر او ۷ وسله وال وژل شويانځور: Hussain Ali/AA/picture alliance

اسوشتید پریس د رپوټ په حواله، دغه عملیات د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د خیبر پښتونخوا په بنو علاقه کې شوي چې پاکستاني ځواکونو پکې د څرخي الوتکو ملاتړ هم درلود.

د خیبر پښتونخوا د بنو علاقې د پولیسو افسر زاهدالله وويل چې باور کيږي چې د وژل شوو وسله والو په ډله کې د هغوی یو قوماندان هم شامل وي.

د پاکستان پوځ ويلي دي چې دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پر اساس پيل شول چې د وژل شوو پوځیانو په ډله کې يو ېې جګړن دی. پوځ زیاته کړې ده چې امنيتي ځواکونو «د تروریستي ګواښونو د له منځه وړلو په موخه» د سیمې په نورو برخو کې خپلو عملیاتو ته ادامه ورکوي.

د پاکستان پوځ ډېر وخت د خیبر پښتونخوا ایالت په مربوطاتو کې د پاکستاني طالبانو پرضد چاڼيز عملیات ترسره کوي. پاکستاني طالبان یا تحریک طالبان پاکستان (TTP) تر ډېره په خیبر پښتونخوا کې فعال دي.
(AP)mks/nz

اصف دراني: د ټي ټي پي غړي د طالبانو په وزارتونو کې کار کوي