1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان نه غواړي امريکا ته نظامي هوايي اډه ورکړي

۱۴۰۰ خرداد ۲۹, شنبه

امریکايي پوځ هیله مند دی، چي د افغانستان څخه تر وتلو وروسته د پاکستان په خاوره کي یوه نظامي هوايي اډه ولري، خو پاکستان دغه غوښتنه رد کړې ده.

https://p.dw.com/p/3vDCP
US-Militär in Afghanistan
د کابل سره نژدې یو امریکايي نظامي هلیکوپترانځور: Imago Images/Zuma/A. Dinner

د پاکستان په جنوبي ایالت، بلوچستان کي د یوې نوي نظامي هوايي اډې د جوړولو دپاره امادګۍ په پاکستان کي د یوه ممکنه امریکايي نظامي حضور اوازې راپورته کړي دي.

پاکستانۍ ورځپاڼي (Dawn) د دې مطابق د پاکستاني پوځ لخوا د یوې ټوټې مځکي د اخیستلو خبر ورکړی دی. د پاکستان په عمومي اظهارو کي تر دې کار وروسته پرداسي یوې سناریو باندي بحثونه وسول، چي دامریکا متحده ایالات د افغانستان څخه تر وتلو وروسته د پاکستان په خاوره کي یوه نظامي هوايي اډې جوړول غواړي ، ترڅو د هوا له لاري د افغانستان د داخلي جنګ د کنټرول څخه د وتلو په صورت کي ژر مداخله وکولای سي.

خو د پاکستان حکومت ژر په دې موضوع کي مداخله وکړه او خارجه وزیر، شاه محمود قریشی یې د پاکستاني خبري ټلویزوني چینل، "Geo News" سره په یوه مصاحبه کي وویل، چي پاکستان نه پرېږدي، د افغانستان څخه د غربي ځواکونو تر وتلو وروسته د امریکا متحده ایالاتو ته یوه هوايي نظامي اډه ورکړي.

قریشي همدارنګه وویل، چي « دا به د امریکا آرزو وي، چي په پاکستان کي دا ډول یوه قرارګاه ولري، خو هغو ته به دا ډول یوه اډه په اختیار کي ورنه کول سي. موږ باید خپلي علاقه مندۍ په نظر کي ونیسو.» په خبره یې د دغي تګلاري سره د پاکستان ټوله نور سیاسي احزاب توافق لري.

د رسنیو په حواله د همدې جون میاشتي په سر کي په اسلام اباد کي د امریکا د CIA رییس، ویلیم ج. برنس خبري هم بې نتیجې پایته ورسیدې. داسي معلومیږي، چي د پاکستان حکومت په دې مسأله کي پر خپل دریځ باندي ټینګ ولاړ دی.

د لندن د (King's College) څخه د تورستن ویچوسکي په نظر هم دا د امکان څخه لیري خبره ده، چي د پاکستان حکومت دي په خپله خاوره کي امریکا ته یوه هوايي نظامي اډه ورکړي. په خبره یې، « امریکايي اډو ته به د پاکستان په ملي حاکمیت کي د مداخلې او دغه هیواد د ملي علاقه مندیو خلاف یو عمل په سترګه وکتل سي.»

په پاکستان کي امریکايي ضد احساساتو ته په کتو سره به هغو ته د یوې اډې ورکولو تصمیم داخلي سیاسی ناارامي نوره هم ډیره کړي. ویچوسکي همدارنګه وویل، چي « امریکا ته د یوې هوايي اډې ورکول به د پاکستان د افراطي قوتونو سره کشمکشونه نور هم شدید کړي او بیا به هغه د پاکستان پر ثبات او امنیت باندي هم منفي اغیزه وکړي.»

سربیره پردې د تر اوسه پوري تجاربو پراساس په پاکستاني ولس کي د امریکا متحده ایالاتو سره نظامي ګډ کار ته د شک په سترګه کتل کیږي او ردیږي. د ملکي خلګو په منځ کي تلفاتو ته په کتو سره هم د داسي یوې اډې ورکول ردیږي.

د "Bureau of Investigative Journalism" (BIJ) د ارقامو پراساس د ۲۰۰۸ م کال د جون څخه د ۲۰۱۵ م کال تر جنورۍ پوري په پاکستان کي د امریکايي بې پیلوټه طیارو په عملیاتو کي د ۴۲۴ او ۹۶۹ تنو تر منځ ملکي خلګ وژل سوي دي.

په پاکستان کي امریکا ته د نظامي اډو د ورکولو جروبحثونه په همسایه هیواد افغانستان کي د امریکايي بې پیلوټه طیارو د عملیاتو په سبب هم د کرکي سره مخامخ دي.

د (BIJ) د ارقامو په حواله د ۲۰۰۸ م کال د جنورۍ څخه د ۲۰۲۰ م کال تر مارچ میاشتي پوري په افغانستان  کي د امریکايي بې پیلوټه طیارو ۱۳۰۰۰ حملې حساب سوي دي. ویل کيږي ، چي په دغو حملو کي ۹۰۹ ملکي کسان وژل سوي دي.

Afghanistan | Drohnen | Taliban | Sicherheitskräfte
انځور: DW/S. Tanha Shokran

د چین په نظر کي نیول

د ویچوسکي په خبره یو بل دلیل، چي پاکستان نه غواړي امریکا ته په خپله خاوره کي نظامي هوايي اډه ورکړي، هغه د پاکستان په همسایه توب کي د چین موجودیت او د هغه اندیښنې دي. دی وايي، « امریکايي نظامي اډې به د چین سره د پاکستان نژدې دوستانه مناسبات خراب کړي. د چین رهبري به په همسایه هیواد پاکستان کي امریکايي نظامي اډو ته د چین د محاصره کولو او مهارولو د یوه برخي په حیث وګوري».

سربیره پردې به دا کار د ایران سره هم د پاکستان پر روابطو منفي اثر وکړي.

آ./م.ق.ن./ا.ا.