پاکستان لویدیځ ته د تلونکو افغانانو د پاتې کیدو مهلت غځولی
۱۴۰۲ آذر ۲۳, پنجشنبهد «ډان» ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ د پاکستان حکومت د دغو پناه غوښتونکو اخراج د دوو نورو میاشتو له پاره غځولی دی.
دا کار د هغو په زرګونو افغانانو په برخه کې هم صدق کوي چې المان ته د انتقالیدو له پاره په پاکستان کې انتظار باسي. هغه افغانان چې له المان څخه یې د منل کیدو ژمنه ترلاسه کړې ده، د ویزې ترلاسه کولو او امنیتي بررسۍ له پاره پاکستان ته ځي، ځکه المان په افغانستان کې سیاسي نمایندګي نه لري.
دغه مهلت د هغو افغانانو له پاره هم اعتبار لري چې بې له اجازې په پاکستان کې اوسیږي، خو د پناهندګۍ یا ویزې پروسه یې د لویدیځو هیوادونو په سفارتونو کې جریان لري.
په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د پاکستان حکومت د دې مهلت د نه مراعتولو نقدي جریمه له ۸۰۰ ډالرو ۴۰۰ ډالرو ته را ټيټه کړې ده.
د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې د پاکستان حکومت بې اسناده بهرنیانو ته مهلت ورکړی وو چې د همدې میاشتې تر پایه پورې دې له دغه هیواد څخه ووځي. دغه هیواد په هغه وخت کې ویلي وو چې په پاکستان کې ۱،۷ میلیونه افغانان قانوني اسناد نه لري.
آژانسونه: ش.ن/ خ.ح