پاکستان غواړي د عمران خان په سفر له واشنګټن سره اړیکې ښې کړي
۱۳۹۸ تیر ۲۵, سهشنبهپه داسې حال کې چې امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د خبرو له لارې په افغانستان کې له ۱۸ کلونو راهيسي رواني جګړې د پای ته رسولو هڅې کوي، کارپوهان په دې نظر دي چې همدا موضوع به د عمران خان د سفر یو له اصلي اجنداو څخه وي. امریکا متحده ایالاتو ته د عمران خان سفر د جولای میاشتې ۲۲ مې نیټې ته پلان شوی دی.
د ولسمشر دونالد ترمپ اداره له پاکستان څخه تمه لري چې د افغانستان د سولې په بهیر کې لا فعال نقش ولري او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مستقیمو خبرو اترو په پیلولو کې مرسته وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمد قریشي، د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې یوه سیمینار ته وویل: «پاکستان په ښه نیت د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو زمینه برابره کړې ده. دا پر دې موضوع زموږ ټینګار ښيي چې [سوله] یو جمعي مسئولیت دی.»
د پاکستان لومړی وزیر له ولسمشر ترمپ سره یو څه مشترکات هم لري. دغه دواړه کسان سیاست ته تر راتلو مخکې مشهورې څیرې وې. ترمپ د یوې تلویزیوني خپرونې چلوونکی او عمران خان د پاکستان د کریکټ کپتان وو.
د دواړو عاشقانه ژوند یو وخت د مجلو په سرلیکونو بدلیده. خو دغو دوو مشرانو تر دې مخکې یو له بل سره ترینګلې اړیکې لرلې دي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ وویل، دا چې ولسمشر ترمپ عمران خان وربللی دی دا خبره څرګندوي چې د دواړو اړخونو له پاره یو له بل سره اړیکه لرل ډیر ارزښت لري.
په ۲۰۱۷م کال کې واک ته د ترمپ تر رسیدو وروسته، د اسلام آباد او واشنګټن اړیکې تر پخوا لا ترینګلې شوي دي. ترمپ له هغه وخت راهیسې په وار وار پر پاکستان باندې له دې کبله نیوکې کړي دي چې په خبره یې له یاغیانو سره په مقابله کې پاتې راغلی دی.
سپینه ماڼۍ د پاکستان پر پوځ باندې تور لګوي چې له طالبانو سره مرسته کوي څو په افغانستان کې د هندوستان د نفوس مخه ونیسي. پاکستان بیا دغه ټولې نیوکې ردوي او وایي چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې یې لویه قرباني ورکړې ده.
(ms/nz (afp