پاکستان د سيلاب ځپلو سره خپل کومکونه نورهم تمديدوي
۱۳۸۹ شهریور ۱۳, شنبهد پاکستان صدراعظم يوسف رضأ ګيلاني نن د پاکستان په پارلمان کښي وويل ،چه د اکتوبر په آخره کښي د کومکونو د مودې ختميدل بايد تمديد سي ، ځکه ډير زيات انسانان عاجلو کومکونوته ضرورت لري ، تر څو ژوندي پاته سي .
ګيلاني اضافه کړه ، چه د کومکونو لمړنۍ مرحله بايد د ډسامبر په اخره کښي پای ته ورسيږي ، په داسي حال کښي چه د جهاني بانک او آسيايي پرمختيايي بانک کومکونه د سپټامبر په آخره کښي پای ته رسيږي .
تر سختو سيلابونو يوه مياشت وروسته هم په پاکستان کښي 8 مليونه انسانان عاجلو کومکو ته ضرورت لري .
مجموعأ د ګرده انګلستان په اندازه مځکه تر اوبو لاندي ده . په تر ټولو سختي سيلاب ځپلي سيمي سند کښي لا نن هم خلګ د خپلو کورو او سيمو څخه وتل .
د محلي مقاماتو د معلوماتو پر اساس اوس هم د بې کوره سوو انسانانو دپاره په زر هاوو خيمې کمبود دي .
د ملګرو ملتو د ارقامو پر اساس په پاکستان کښي د يوې مياشتي سختو دوامداره سيلابو په نتيجه کښي 18 مليونه انسانان مستقيمأ متضرر سوي دي ، او لږ تر لږه 1760 کسان پکښي وژل سوي دي .
4,8 مليونه انسانان ددغي فاجعې له کبله بې کوره سوي دي . تر 3,6 مليونه هکټاره اضافه زراعتي مځکه خرابه سوې ده .
ګيلاني په تيرو ورځو کښي د سيلابونو له کبله د رامنځته سوو اقتصادي تاونونو اندازه 33 مليارډه ايرو بللې وه .
آژانسونه / محمد قاسم نوري
کتونکی : نسيم صابر