پاکستان د اسامه بن لادن په پېژندنه کې ښکیل ډاکټر نه آزادوي
۱۳۹۵ دی ۲۹, چهارشنبهډاکټر شکیل افریدي، د امریکایي چارواکو له خوا د یوه اتل په توګه ستایل شوي دي، خو پاکستاني ځواکونو بیا هغه د ۲۰۱۱م کال په می میاشت کې په ایبټ آباد کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د اسامه بن لادن، تر وژل کیدو وروسته، بندي کړی دی.
پاکستان پر افریدي باندي د واکسین په پلمه د اسامه بن لادن د «دي ان اې» په ترلاسه کولو او بیا د امریکا استخباراتي سازمان «سي آی اې» ته د هغه په سپارلو تورن کړی دی. امریکایانو د همدې معلوماتو له مخې ځان ډاډه کړ چې اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ آباد کې اوسیږي او د هغه د وژلو په موخه یې عملیات پلان کړل.
افریدی د اسامه بن لادن تر وژل کیدو لږ وروسته د چارواکو له خوا ونیول شو او ورباندي له یاغیانو سره د اړیکه لرلو تور ولګول شو. افریدي دغه تورونه رد کړي دي.
د دیلي ټایمز ورځپاڼې، د پاکستان د عدلیې وزیر زاهد حمید، په حواله لیکلي دي: «قانون خپل کار کوي او افریدی به د یوې عادلانه محکمې ښه چانس ولري.»
حمید دغه خبري د خپل هیواد د پارلمان هغو غړو ته کړې دي چې دی یې د داسې رپوټو په اړه د ځواب ویلو په موخه غوښتی وو چې ګواکي پاکستان غواړي ډاکټر افریدی آزاد کړي.
د پاکستان د عدلیې وزیر زیاته کړې ده: «افریدي د قانون او زموږ د ملي ګټو خلاف کار کړی دی. د پاکستان حکومت په وارو وار امریکا متحدو ایالاتو ته ویلي دي چې زموږ د قانون له مخې هغه یو جرم کړی دی او باید قانون ته غاړه کښېږدي.»
افریدي په ۲۰۱۲م کال کې د «لشکر اسلام» په نوم ډلي د غړیتوب په جرم په ۳۳ کاله زندان محکوم شو. دغه پریکړه بیا په ۲۰۱۳م کال کې رد شوه، خو هغه وخت بیا پر افریدي باندي د قتل تور ولگېد. دغه تور اته کاله وړاندي د یوه ناروغ په وژل کیدو پورې تړلی وو. هغه اوس هم په زندان کې د خپلې محکمې په تمه دی.
په پاکستان کې د اسامه بن لادن د وژلو عملیاتو ډیری پاکستانيان په غوسه کړل او د اسلام آباد او واشنګټن اړیکې یې ترینګلې کړې.
تیره میاشت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا متحدو ایالاتو پر نوي انتخاب شوي ولسمشر دونالد ترمپ، باندي د افریدي په اړه د څرګندونو له کبله نیوکې وکړې. ترمپ ویلي ول چې هغه به «په دوو دقیقو کې افریدی آزاد کړي».
نور مطالب