1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۳۰ افغان مهاجر د يونان لیسبوس ټاپو ته ورسيدل

۱۳۹۸ اسفند ۱۲, دوشنبه

يو مهاجر ماشوم د يکشنبې په ورځ د یونان د لیسبوس ټاپو په اوبو کې د کښتۍ د اوښتو په پيښه کې مړ شوی. يوناني چارواکو دغه پيښه تائيد کړې. لیسبوس ټاپو ته د ۳۰ افغان مهاجرو د رسيدو هم ويل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3YkuV
BG Flüchtlingskrise Griechenland/Türkei
انځور د فبرورۍ د ۲۹مې نيټې ۲۰۲۰ - يوه مهاجره ميرمن چې تازه يې ځان د يونان سکالا سیکامینیاس ټاپو ته رسولیانځور: picture-alliance/Photoshot/M. Lolos

د رويټرز خبري آژانس په حواله، وروسته له هغې چې ترکيې تيره اوونۍ له يونان سره خپل سرحدونه د مهاجرو پر مخ خلاص کړل، دا د مړينې لومړنۍ پيښه ده. په رپوټ کې د ماشوم د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.

د يونان ساحلي ساتونکي وايي د ليسبوس په اوبو کې د مهاجرو اوښتې کښتۍ په يوې ترکيي کښتۍ کې راوړل شوې وه. په دغې پيښه کې ۴۶ کسان ژغورل شوي دي او دوه نور ماشومان روغتون ته وړل شوي دي. د يوه ماشوم روغتيايي وضعيت د انديښنې وړ ښودل شوی چې کیدای شي ونه ژغورل شي.

رويټرز دغه راز وايي چې د دوشنبې په سهار وختي ۳۰ تنه افغان مهاجر هم د يونان لیسبوس ټاپو ته رسيدلي او ۳۲ نور ژغورل شوي دي. دغه کسان ترکيې ته نژدې د فرمکونیسي (Farmakonisi) په نوم يوه کوچني ټاپو کې ژغورل شوي دي.

له دې نه علاوه، دوو ترکي امنيتي ځواکونو رويټرز ته ويلي چې يو سوريايي مهاجر د دوشنبې په ورځ د يونان په سرحد کې هغه ته د اوښتو ټپونو له امله ساه ورکړه. د ترکي ځواکونو په خبره ياد سوريايي مهاجر غوښتل د ترکيې له لورې د يونان خاورې ته دننه شي خو يوناني ځواکونو يې مخه ونيوله. خو آتن بيا دغه ادعا رد کړې او دا يې »جعلي خبر« بللی دی.

Türkei Tränengaseinsatz gegen Flüchtlinge an der Grenze zu Griechenland
د ترکيې او يونان په سرحد کې يو مهاجر د اوښکې بهونکي ګازو څخه د تيښتې پر مهال - دوشنبه د مارچ دوهمه انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Bandic

ترکيې د تيرې پنجشنبې په ورځ(د ۲۰۲۰م کال د فبروري ۲۷مه)، له يونان او بلغاريا سره خپل ځمکني سرحدوند، اروپا ته د تلونکو مهاجرو پر مخ خلاص کړل. تر هغه وروسته له ترکيې څخه څه د باندې ۱۰ زره مهاجر د اروپايي اتحاديې د دغو دوو غړو هيوادونو پولو ته رسيدلي دي. په دغو مهاجر کې ډيری يې د منځني ختيځ هيوادونو، سوريې او افغانستان دي. په رپوټونو کې د مهاجرو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د رامنځ ته شوو اخ و ډبونو هم ويل شوي دي.

زياته شوې چې يوناني او ترکي ځواکونو د شنبې او يکشنبې ورځو د مهاجرو پر ګڼې ګوڼې اوښکې بهونکي ګاز شيندلي دي. د يونان پوليس وايي چې د يکشنبې ورځې (د مارچ لومړۍ) سهار راهيسې لږ تر لږه ۱۰۰۰ مهاجر د يونان آژه ټاپو ته رسيدلي دي.

 اروپايي اتحاديې په ۲۰۱۶م کال کې ترکيې سره يو تړون لاسليک کړ چې له مخې يې ترکيې اروپا د تلونکو مهاجرو مخنيوی کاوه، خو دغه هیواد تيره اوونۍ وويل چې نور نه شي کولای د مهاجرو مخه ونيسي. ترکې تر دې وړاندې هم اروپايي اتحاديې ته د تړون د لغوه کيدو خبرداري ورکړي وو. دغه هيواد د ۳ اعشاريه ۷ ميليونه سوريايي مهاجرو کوربتوب کوي.

آژانسونه/م.ک.ص/ب.ص