يونان بيا ترکيې ته د مهاجرو لېږل پيل کړي دي
۱۳۹۸ بهمن ۸, سهشنبهگيورگياديس د دوشنبې په ورځ د ريال په نامه خبري رسنۍ ته ويلي دي: » موږ هره ورځ شاوخوا ۳۰ مهاجر ترکيي ته استوو او ترکيې هم هغوی منلي دي. په دې ډول يونان د مهاجرو په هکله يو داسي نوي قانون عملي کوي چي له مخي يي د پناه غوښتني پروسه چټکه کيدای سي.«
د جنورۍ پر اوله نيټه په يونان کي داسي قانون تصويب سو چي له مخي يي د پناه غوښتني پر عريضو باندي په چټکۍ سره کار کيداي سي. د پرسونل د کمبود له امله په تيرو مياشتو کي، ترکيي ته د مهاجرو د استولو کار تقريباً په ټپه دريدلی وو.
د پناه غوښتني په اړه د نوي قانون اساسي ټکي دا دي چي: د هرهغه چا چي د پناه غوښتني لومړۍ عريضه يي رد سوې وي او غواړي چي د دوهم وار له پاره دعوه وکړي، نو هغه بايد د حقوقي مشاور په مرسته ترسره کړي.
تر اوسه پوري مهاجرو کولای سول چي د يوې عادي چاپ سوي عريضې په مرسته خپله غوښتنه وړاندي او په دې ډول خپل ديپورت کيدل په مياشتو او ځيني وخت تر کلونو پوري وځنډوي.
د بشري مرستو سازمانونو د يونان پر دغه اقدام باندي انتقاد کړی دی. د اروپايي ټولني او ترکيي ترمنځ د مهاجرو په هکله تړون کي راغلي دي چي اروپايي ټولنه کولای سي ټول هغه مهاجر او پناه غوښتونکي چي په غير قانوني ډول له ترکيي څخه د يونان جزايرو ته راځي ، بيرته ترکيي ته واستوي.
د دغو مهاجرو پر بيرته ليږلو او د يونان دننه ته د هغوی پر انتقال سربيره، بيا هم په دغو ټاپوگانو کي مهاجر کمپونه ډک دي.