يو ټکسي وان څرنگه د تیاتر ستوری سو؟
۱۳۹۸ مهر ۲۹, دوشنبهاعلان
نه یوازي داچي پر مینڅي اېم گوما باندي نوبت نه کیږي، د هغه تلیفون هم ارام نه لري او ډیر زیات زنگونه ورته راځي. هغه اوس کنسرټونو، شخصي محفلونو او تیاترونو ته دعوتیږي. دی هغه مهال شهرت ته ورسېد، چي یوې مسافرې یوه ویدیو ترې واخيستله او هغه یې په انټرنیټ کي کښیښوله.
که څه هم اېم گوما د سندرغاړي په حیث مسلکي زده کړه نه ده کړې، خو هغه همدااوس لا د دوربان د موسیقۍ په محفلونو کي برخه اخلي. مینڅي اېم گوماحتی اوس غواړي، د محلي موسیقۍ څخه ځان راوباسي او بين المللي شهرت حاصل کړي، څو په خبره یې ډیري پیسې پیدا کړي.