يو روسی ميلیارډر تر خپل تابعیت تېر سوی دی
۱۴۰۱ آبان ۱۰, سهشنبهاعلان
لکه څنګه چي هغه پخپل انستاګرام کي لیکلي دي، دغه تصمیم یې په دې خاطر نیولی دی چي نه غواړي د یوه فاشیستي هیواد سره ارتباط ورکړل سي، کوم چي د سوله ایز همسایه هیواد په مقابل کي یې جنګ شروع کړی او هره ورځ بې ګناه خلګ وژني.
هغه همدارنګه امیدواري ښکاره کړې ده چي ډېر روسي معامله ګران به د ده لار تعقیب کړي، تر څو په دې وسیلې سره جمهوررئیس ولادیمیر پوتین ضعیفه او بلاخره غلبه ورباندي حاصله سي.