1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

والستريت ژ: ج. کوريا د امریکا له لارې اوکراین ته مهمات استوي

۱۴۰۲ خرداد ۴, پنجشنبه

رپوټونه وايي چې له جنوبي کوریا څخه د امريکا پر لور د توپونو د ګولیو په سلونو زره بستې روانې شوي دي چې له هغه ځایه به اوکراین ته انتقاليږي. سیول تر دې مخکې له روسيې سره د اړیکو درلودلو په دلیل دغه اقدام ته تیاری نه ښوده.

https://p.dw.com/p/4Rnqj
سیول تر دې مخکې له روسيې سره د اړیکو درلودلو په دلیل دغه اقدام ته تیاری نه ښوده
سیول تر دې مخکې له روسيې سره د اړیکو درلودلو په دلیل دغه اقدام ته تیاری نه ښوده انځور: picture-alliance/dpa/Yonhap

د رويټرز خبري آژانس په حواله، والستريت ژورنال د چهارشنبې په ورځ د جنوبي کوریا د نامعلومو سرچينو له قوله ويلي دي چې سيول له واشنګټن سره پر داسې یوې «محرمانه تګلارې» سلا شوی چې له مخې به ېې د توپونو ګولۍ امریکا متحده ایالاتو ته انتقالوي کومې چې اوکراین ته به استول کيږي. متحده ايالاتو له خپل دغه آسيايي متحد څخه تېرکال اوکراین ته د توپونو د ګوليو په برخه کې د ملاتړ غوښتنه کړې وه.

رويټرز خبري آژانس بیا ليکي چې د جنوبي کوریا د دفاع وزارت ویاند، جیون ها-کیو د پنجشنبې په ورځ وويل چې دغه وزارت د مهماتو د انتقال په هکله له پنټاګون سره خبرې کړي، خو د والستريت ژورنال د رپوټ په هکله ېې وويل چې ځېنې «ناکره برخې» پکې موجودې دي، خو په اړه ېې جزئيات ور نه کړل.

ورته نور ولولئ:  زيلنسکي ايران ته: د تاریخ په تور اړخ کي مه درېږئ

جیون په یوه لنډه وینا کې وويل: «په کراتو بحثونه او غوښتنې مطرح شوي او زموږ حکومت به په داسې حال کې چې په اوکراین کې د جنګي او بشري وضعيت پر جامع ارزونه بوخت، لازم اقدامات ترسره کړي.»

جنوبي کوريا د امریکا متحده ایالاتو متحد او د توپ ګوليو یو مهم توليدونکی هیواد دی. جنوبي کوریا تر اوسه، د واشنګټن او اروپا د ډېرو فشارونو باوجود، له روسېې سره د سوداګريزو اړيکو او پر دغه هیواد د مسکو د نفوذ لرلو په دليل، اوکراین ته د مهماتو له استولو سره علاقه نه وه ښودلې.

د جنوبي کوريا ولسمشر، یون سوک یول، په اپریل کې د ېوې مرکې په ترڅ کې په روابطو کې د یو بدلون د رامنځ ته کېدو وړاندوينه وکړه. هغه ویلي وو، که چېرته په اوکراین کې ملکي هداف تر بریدونو لاندې راځي او یا له داسې یو وضعیت سره مخ کيږي چې «نړېواله ټولنه پرې سترګې پټولی نه شي» په هغه صورت کې به د سيول له پاره ګرانه وي چې د اوکراین ملاتړ ېې يوازې په بشري او مالي برخو پورې محدود پاتې وي.  

 ورته نور ولولئ:  مسکو: اوکراین ته د اف-۱۶ جنګي جيتونو ورکړه به غرب له «سترو خطرونو» سره مخ کړي

رويټرز ليکي چې پنټاګون او د جنوبي کوریا د ولسمشر دفتر، په سملاسي توګه په دې هکله د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړي. خو د جنوبي کوریا د ملي امنيت سلاکار، چو تای- یونګ، د چهارشنبې په ورځ د مهماتو د استولو په اړه د پارلمان د ېوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې چارواکي به په دې هکله د تحولاتو تر ارزونې وروسته یو تصمیم ونیسي.

چو زیاته کړه چې نه د ګوليو د مستقیم ليږد پلان او نه ېې هم د پولند له لارې د لیږد کوم پلان موجود دی، خو هغه په دې هکله له امريکا متحده ایالاتو سره د همکارۍ په اړه څه ونه ويل.

ورته نور ولولئ:  اوکراین ته د جنګي الوتکو ورکړه د ناټو د ښکیلیدو په معنی ده؟

والستريت ژورنال ليکي چې د سیول چارواکي د اوکراين په هکله د تېر کال په وروستیو بحثونو کې ساړه ول، خو اوسنی پرمختګ وروسته له هغې چې تېره میاشت د جنوبي کوريا ولسمشر د یوې غونډې له پاره واشنګټن ته ولاړ او هلته ېې د متحده ایالاتو له ولسمشر جوبایدن سره ولیدل، رامنځ ته شوی دی.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: