هندوستان راتلونکی کال د ښځو آی پي ال سیالۍ هم پیلوي
۱۴۰۱ فروردین ۶, شنبهد هندوستان د کریکټ ادارې (BCCI) مشر، سوراف ګنګولي، په دې اړه خبریالانو ته وويل: «دا باید په کلنۍ عمومي غونډه کې تصویب شي.» ګنګولي زیاته کړه: «موږ په ډيرې هیله مندي سره پلان لرو چې راتلونکی کال يې پيل کړو.»
د آی پي آل مشر، بريجیش پتیل وويل چې د ښځينه آی پي ال سیالو پروسه پیل شوې ده او په دغه ټورنمنت کې به پنځه یا شپږ لوبډلې ګډون ولري. د هندوستان د کريکټ چارواکي له دغه اقدام څخه داسې وخت خبر ورکوي چې د هندوستان نارینه آی پي ال سږنی ټورنمنت نن شنبه د مارچ ۲۶مه پیل کیږي. د سږني لیګ په لومړنۍ سیالۍ کې چینای سوپر کينګ له کلکته نایټ رایډرز سره لوبیږي. دغه لوبه په ممبئ کې ترسره کيږي.
د هندوستان آی پي ال، د کریکټ د تجارتي لوبو تر ټولو مشهور لیګ دی. پر تلویزیون د دغه لیګ د خپرولو له پاره د ۲ اعشاریه ۵۵ ميليارډ ډالرو په ارزښت پنځه کلن قرار داد چې تر ۲۰۲۲م کال پورې وو، شوی وو.
ویل شوي چې د راتلونکو پنځو کلونو قرارداد له پاره د جمعې په ورځ خبرې شوي دي. د هندوستان د کريکټ یوه لوړ رتبه چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وويل چې دا ځل به دغه قرارداد مجموعا د ۴ ميليارډ ډالرو په شاخواو کې وي. د کرونا وبا تر خپریدو مخکې اټکل کيده چې آی پي ال په کال کې د هندوستان اقتصاد ته څه د پاسه ۱۱ ميلیارډه ډالر ګټه رسوي.
mks/akh/(AFP)