هند: د اورښت له پاره د دوعا په موخه نجوني بربنډې ګرځول شوي
۱۴۰۰ شهریور ۱۶, سهشنبهپر ټولنیزو رسنيو داسې ويډيوګانې لاس په لاس کيږي چې پکې لغړې نجونې ليدل کيږي چې يو لرګې ورسره دی چې يوه چونګښه پورې ځوړنده ده. دغه نجونې په داسې حال کې په کلي کې ګرځي چې جامې یې پر تن نه شته.
د کلي خلکو ويلي چې د باران بهګوان اندر ديوتا د خوښۍ له پاره یې دا کار کړی دی څو هغه مهربانه شي او وچکالي له منځه ولاړه شي.
قضيه څه ده؟
د مدهيا پرديش ایالت د بنديل کهنډ سيمې بانيا کلی د وچکالۍ له کبله سخت کړيږي. سيمه ایز چارواکي وايي چې د کلي خلک دا عقيده لري چې که نجونې لوڅې کړای شي نو د باران بهګوان خوشاله کيږي او کیدای شي دوی له وچکالۍ وژغورل شي.
د کلي خلکو په دې موخه تېره يکشنبه شپږ نجونې چې عمرونه یې د پنځوو کلونو په شا او خوا کې وو، لغړې په ټول کلي کې وګرځولې. د کلي ښځې هم له دې نجونو سره مل وې او هغوی دوعاوې کولی او کور په کور یې له خلکو د غله دانو غوښتنه کوله. دغه خوراکي توکي بيا وروسته مندر ته وړل کيږي او د کلي پر خلکو یې ويشي.
«تر اوسه کوم شکايت نه دی رسېدلی»
د داموه سيمې چارواکو ويلي دي چې تر اوسه ورته د دې «دودیزو مراسمو» په اړه کوم شکايت نه دی رسېدلی. زياته شوې چې دا مراسم د نجونو د ميندو او پلرونو په خوښه ترسره شوي او آن ونډه یې پکې اخيستې وه.
يوه چارواکي وويل: «په دې ډول پېښو کې چارواکي يوازې د کلي خلکو ته د ناسمو عقايدو او د هغه د ناوړه پايلو په هکله عامه پوهاوې ورکولی شي چې دا ډول رسمونه هیڅ ګټه نه لري.»
د ماشومانو ملي کمېسیون د ځواب غوښتنه کړې ده
د ماشومانو د حقونو د ساتنې ملي کمېسيون د دې پېښې په اړه له سيمه ایزو چارواکو څخه د توضيحاتو غوښتنه کړې ده. د داموه چارواکو ويلي دي چې دوی به ډېر ژر د پېښې په اړه يو رپوټ اړوند کمېسيون ته واستوي.
د داموه د پوليسو مشر ډي آر تنوير وويل: «که چېرې ثابته شوه چې نجونې په زور لغړې کړل شوي نو بیا به د ښکيلو کسانو پر ضد ګامونه پورته شي.»
د تنوير په حواله دا چې په سيمه کې اورښت کم دی نو د کلي خلک هر کال دا مراسم پر ځای کوي. هغه زياته کړې چې د کورنۍ ښځې پخپله نجونې بربنډ وي او په کلي کې د خير ټولولو مراسم پر ځای کوي.
ناسمې عقيدې
په هند کې زراعت زياتره پر موسمي بارانونو ولاړ دی او په يو شمیر سيمو کې د وچکالۍ پر مهال بېلا بېل مذهبي او دودیز مراسم ترسره کيږي.
په ځينو ځایونو کې د چونګښو او خرو د ودونو مراسم ترسره کيږي. په دې ترڅ کې د کلي ټول خلک سره راټوليږي. په ځينو سيمو کې ښځې ځانونه لغړوي او په کروندو کې ايوه کوي. په ځينو منطقو کې آن خلک پر اغزو ځانونه اچوي. دوی په دې عقيده دي چې خدايان به یې تکليف او درد ته په کتلو پرې رحم وکړي او باران به وشيٍ.
جاويد اختر، نوی ډهلی
زموږ له آرشیف څخه: