1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند او پاکستان یو بل ته د بندیانو د تبادلې نوملړونه سپارلي

۱۴۰۰ دی ۱۱, شنبه

هند او پاکستان د شنبې په ورځ په نوي ډيلي او اسلام آباد کې د خپلو هغو اتباعو د تبادلې لیستونه ورکړي چې د یو بل سره بندیان دي. دوی دغه کار د دواړو هیوادونو تر منځ د ديپلوماتيکو اړيکو د درناوي په خاطر کړی دی.

https://p.dw.com/p/452yB
Flagge Pakistan und Indien
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Sharma

هند او پاکستان همدارنګه د خپلو اتومي زېرمو او هغو تسحیلاتو لیستونه هم تبادله کړي چې د یوه توافق له مخې له درو لسیزو راهیسې د اجرا په حال کې دي. دغه څرګندونې د دواړو هیوادونو په رسمي اعلاميو کي ‌ذکر شوي دي.

د اسوشتيد پریس په حواله، پاکستان د شنبې په ورځ، په اسلام آباد کې هندي لوړپوړو دیپلوماتانو سره، د ۶۲۸ هندي بندیانو نوملړ شریک کړی چې په دې ډله کې ۵۷۷ تنه يې کب نيونکي دي. پر دوی باندې تور دی چې د پاکستان حریم په اوبو کې يې په غیرقانوني توګه کبان نيول. په دغه نوملړ کې ۵۱ نور کسان هم شامل دي.

هندوستان هم پاکستان سره یو ورته نوملړ شریک کړی، داسې کسان کوم چې اوس په هندوستان کې بندیان دی. په دغه لست کې ۲۸۲ تنه بندیان او ۷۳ کب نیونکي دي.

په تیره جنوري کې هندوستان پاکستان ته د ۲۶۳ پاکستاني بندیانو او ۷۷ کب نیونکو د توقیف نوملړ سپارلی وو. پاکستان هم په ۲۰۲۱م کال کې د ۲۷۰ تنو هندي کب نیونکو او ۴۹ تنه نورو بندیانو د توقیف لیست هندوستان ته سپارلی وو.

هند او پاکستان چې دواړه د اتومي ځواک خاوندان دي، په ۱۹۴۷ کال له بریتانيا څخه د خپلواکۍ اخیستو راهیسې ښه روابط نه لري.