هغه ښارونه چې د اقليم کړکیچ ځپلي
په سمندرونو کې د اوبو د سطحې د لوړیدلو له کبله، د یو شمیر ښارونو هوا د لا توديدو په حال کې ده. دویچه ویله په سترو ښارونو کې د اقلیم د بدلون پایلو ته نظر اچوي.
پاریس: د تودې هوا څپه
په فرانسې کې په روان دوبې کې هوا ډیره توده شوې ده. په خاص ډول بیا په ښارونو کې. شنه بوټې او ونې چاپيريال ته رطوبت ورکوي او کانکريټ شوي ځایونه بیا تودوخه. په پاريس کې د نورو خوا او شا سیمو پر پرتله هوا لس درجې زياته توده ده. په روان دوبې کې د هوا ککړتيا هم ډيره شوي او له همدې کبله کيداي شي د تودې هوا څپې ډیرې خرابې پایلې ولري.
طوفان ځپلي نوی اورلاند
د «هوریکان کاترینا» په نامه طوفان د ۲۰۰۵م کال په اګست کې د امریکا یو کلتوري ښار ته ډیر زیان ورسوه. که څه هم «نیو اورلاند» ښار بيا ودان شو خو دغه سیمه په تکرار سره له طوفانونو سره مخامخیږي.
په چينای کې نورې اوبه نه دي پاتې
لږنی مانسون په هندوستان کې په تیرو ۶۵ کلونو کې تر ټولو وچ وو. د هندوستان په ۴۴ سلنه برخه کې وچکالې ده. په چيناي کې بیا حالت لا خراب دې: د اوبو اصلي زيرمې وچې شوې او خلک اړ دي چې د اوبو د تر لاسه کولو له پاره په ساعتونو په کتارونو کې ودريږی. هغوی ته اوبه په لاریو کې لیږدول کیږي. د هوا له تودیدو سره کیدای شي لا ډیر ښارونو له اوبو له کمښت سره مخامخ شي.
سايبریا: د نازکو کنګلونو ښار
په شمالي قطب کې د هوا درجه د نورو برخو په پرتله په چټکۍ سره د لوړیدو په حال کې ده. د روسيې په شمال کې د دې وضعیت اغیز احساسیږي. د کورونو لاندې د ځمکې په تل کې کنګلونه ورو ورو د ويلو کیدو په حال کې دي.
جاکارتا: په سمندر کې د ډوبیدو په حال کې سیمه
په ټولنه نړۍ کې ښارونه په سيندونو کي د اوبو د سطحې د لوړیدو له کبله له ګواښ سره مخامخ دي. جاکارتا له خپلو ۱۳ سيندونو سره په خاصه توګه له سيلابونو څخه زوريږي. په دغه ښار کې د څښاک اوبه کمې دې او د ځمکې له څاه ګانو څخه په پمپ راویستل کيږي، چې د تخريب سبب کيږي. په ۲۰۵۰م کال کې کيدای شي چې دغه ښار ۹۵ سلنه په اوبو کې ډوب شي.
داکه: د اقلیم بدلون له کبله مهاجرت
د بنګله دیش ۲۸ سلنه اوسیدونکې په ساحل کې ژوند کوي. په دې سیمه کې د اوبو سطحه د نړیوال اوسط په پرتله لس برابره ډیر د لوړیدو په حال کې ده. په ۲۰۱۸م کال کې د طبیعي افتونو له کبله ۷۸ زره کسان تیښتې ته اړ شول.