1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«هغه څه چې د ښځو د حقونو په بیه تمام شي، سوله نه ده»

۱۳۹۸ اسفند ۱۹, دوشنبه

د هالیووډ سنیما مشهورې ستورې انجلینا جولي د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ښځو د حقونو بشپړ ملاتړ کړی دی. نوموړې ویلي دي چې له طالبانو سره د امریکا په هوکړه لیک کې د ښځو حقونه په پام کې نه دي نیول شوي.

https://p.dw.com/p/3Z4yP
Kanada Vancouver Angelina Jolie Special Envoy to the UN High Commission for Refugees
انځور: Imago/UPI Photo/H. Ruckemann

د هالیووډ سنیما ۴۴ کلنې فلمي ستورې انجلینا جولي د امریکا متحده ایالاتو د «سي ان ان» تلویزوني شبکې ته د طالبانو او خپل هیواد یعنې امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک په پام کې نیولو سره په یوه تبصره کې ویلي دي: «هر څوک غواړي چې په افغانستان کې سوله وويني. خو سوله د ښځو د حقونو په بیه سوله نه ده، بلکې په یوه بله طریقه منازعه او سرکوبي ده.»

امریکا متحده ایالاتو او طالب استازو یوه اونۍ مخکې د قطر هیواد په پلازمېنه دوحه کې یو هوکړه لیک لاسلیک کړ چې د راتلونکي کال د اپریل میاشتې تر پایه پورې په کې له افغانستان څخه د امریکا متحده ایالاتو او ټولو بهرنیو ځواکونو وتل پيش بیني شوي دي.

د دې په بدل کې باید طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې اترې پیل کړي او ضمانت یې ورکړی دی چې په راتلونکې کې به د افغانستان خاوره د ترهګرو له خوا د امریکا او متحدینو پر ضد یي نه کارول کیږي.

انجلینا جولي انتقاد کړی دی چې په دې موافقتنامه یا هوکړه لیک کې ښځې په پام کې نه دي نیول شوي. نوموړې ټنګار وکړ: «ټول حکومتونه او په لومړي قدم کې په امریکا متحده ایالاتو کې زمونږ حکومت باید پر دې ټینګار وکړي چې ښځې باید د مذاکراتو په راتلونکو پړاونو کې دخیلې اوسي.»

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص