هرات: رضاکاران د قربانیانو په لټه کې دي
د شنبې په ورځ په هرات کې د ریشتر په مقیاس ۶،۳ درجې زلزلې ستره مرګ ژوبله رامنځ ته کړه. دا په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې یو له ډیرو پیاوړو زلزلو څخه ده. انځورونه
ویجاړ کورونه
د اکتتوبر میاشتې د اوومې نیتې په سهار، په هرات ولایت کې زلزلې وشوې. په افغانستان کې په ځانګړې توګه د هندوکش غرونو په سیمه کې وخت نا وخت پیاوړې زلزلې کيږي.
پیاوړې پس لړزې
یوازې څو ساعته وروسته، نورې پیاوړې لړزې هم رامنځ ته شوې. زلزلې تر ۱۲ ډیرو کلیو ته سخت زیان رسولی دی. د دغو سیمو اوسیدونکي لا وختي د وچکالۍ له کبله له سخت وضعیت سره مخامخ ول.
د ژوندیو پاتو کسانو د موندلو له پاره لټه
د سیمې اوسیدونکو په ډیرو کمو امکاناتو د ژوندي پاتو شویو کسانو د ژغورنې هڅې پیل کړې دي.
تر ناورین وروسته د ژوند سخت حالت
د زنده جان ولسوالۍ په سربلند کلي کې دغه کورنۍ تر زلزلې وروسته د ژوند ډیر لومړني امکانات هم نه لري.
د کورنیو هر څه له منځه تللي
د افغانستان په کلیو کې ډیر وخت لویې کورنۍ په يوه کور کې ژوند کوي، ځکه نو د زلزلې له کبله د تلفاتو شمیر هم لوړ دی. دا تر زلزلې وروسته د یوې کورنۍ ټول پاتې مال دی.
ویچاړ کورونه
ځایي واکمنان وایي چې زلزلې ۱۳ کلیو ته سخت زیان اړولی دی. دا چې په دغو کلیو کې ډېر کورونه خامه دي، نو د زلزلې تلفات هم لوړ دي.
د قربانیاننو ښخول
ځايي اوسیدونکو د قربانیانو په ښخولو پیل کړی دی. سیمو ته د مرستو رسول او د بیا رغونې چارې ښايي ډیر زیات وخت ونیسي.