نیویارک: په يو پارک کې په ډزو ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
۱۴۰۳ مرداد ۸, دوشنبهد امریکا متحده ایالاتو د نیویارک د راچستر ښار د پولیسو مشر ګریګ بيلو، وویل چې دوی د يکشنبې په ورځ مازديګر په شاوخوا ۶ بجې او ۲۰ دقیقې د پېښې ځای مپل وود پارک ته ورسېدل او هلته ډېر خلک ويشتل شوي ول.
د بیلو په وینا په دغو ډزو کې یو ۲۰ کلن ځوان وژل شوي چې هویت ېې نه دی په ډاګه شوی. د پولیسو مشر وويل چې د شپږو ټپيانو له ډلې هم د یوه ژوند په خطر کې دی او پنځه نور برسېرن ټپيان شوي چې هغوی هم روغتون ته انتقال شوي دي.
ګريګ بیلو وویل چې دوی لا هم په دقیقه توګه نه پوهيږي چې په دغو ډزو کې څومره کسان په نخښه شوي، خو تحقیقات روان دي.
زیاته شوې چې تر ډزو وروسته، د نیویارک او راچستر پولیسو په ګډون د ګڼو ادارو پولیس د پېښې ځای ته ځانونه ورسول.
د راچستر پولیسو وويل چې په پارک کې د ډزو پر مهال د خلکو مېله وه. د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي. پولیسو له خلکو غوښتي د حمله کوونکي د ډزو د وخت هر ډول ويډیو وروسره وي دوی ته ېې واستوي.
راچستر د نیویارک یو لوی ښار منهاتن شمال غرب ته په ۵۴۷ کیلومترۍ کې پروت دی.
(AP)mks/nz