نړيوال شمالي کوريا ته اخطار ورکوي
۱۳۹۱ آذر ۱۳, دوشنبهشمالي کوريا د نړيوالو پر نيوکو سربيره بيا هم د اوږد واټن توغندی د ازمويني له پاره چمتو والی نيسي. د سويلي کوريا خبري آژانس يون هاپ ويلي دي، چي د دغو ازموينو په لومړي قدم کي به په لوېديځه بندري سيمه سوهې کي د راکټ توغوني ځای جوړول وي.
نوموړي خبري آژانس د دغه خبر منبع په سيول کي لوړپوړي حکومتي چارواکي ياد کړي دي.
د م.م. له اعلاميې سرغړونه
د رسمي معلوماتو له مخي شمالي کوريا غواړي چي د دسمبر د ۱۰ او ۲۲مي تر منځ يوه سپوږمکۍ د مځکي مدار ته ولېږي. ويل سوي دي چي دغه سپوږمکۍ به د يوه راکټ په مرسته د مځکي مدار ته وتوغول سي. خو د امريکا متحده ايالتونه او د ختيځي آسيا ټلواله او سهيلي کوريا بيا اندېښنه لري، چي دغه به په اصل کي د اوږده واټن ويشتونکو توغنديو ازموينه وي.
داسي توغندی چي د اټومي وسلو د لېږد توان هم لري. دغه هيوادونه وايي چي که شمالي کوريا دغه ازموينه وکړي، نو دا به د ملگرو ملتونو له اعلاميې ښکاره سرغړونه وي.
د جاپان هيواد په خپل غبرگون کي د اوکيناوا په ټاپو کي د PAC-3 ډوله راکټونو د ځای پر ځای کولو اعلان کړی دی. دغه توغندی د دښمن له لوري د توغول سوو توغنديو په هوا کي د له منځه وړلو له پاره په کار اچول کیږي.
د اېن اېچ کې تلويزيون خبر ورکړی دی، چي دغه دفاعي توغندی به په څو ورځو کي د توکيو په ۱۶۰۰ کلومترۍ کي د اوکيناوا جزيرې ته ورسيږي. د جاپان د دفاع وزير ساتوشي موري موتو ويلي دي چي جاپان به د اړتيا په صورت کي د شمالي کوريا توغندی واردمخه لا په هوا کي له منځه يوسي.
روسيه او چين د ازمويني پلوي نه کوي
د روسيې هم پر شمالي کوريا ږغ کړی دی، چي د اوږده واټن ويشتونکو راکټونو ازموينه دي نه کوي. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کي ويل سوي دي، چي د پيونگيانگ حکومت دي پر خپله پرېکړه «له سره غور» وکړي. مسکو د امنيت شورا و ۱۸۷۴مي اعلاميه ته په اشارې سره پر شمالي کوريا ږغ کړی دی، چي د ملگرو ملتونو له پرېکړو څخه سرغړاوی ونه کړي. د دغه اعلاميه له مخي په ۲۰۰۹ کال کي پر شمالي کوريا د دا ډول ازموينو بنديز لگول سوی وو.
چين هم په غېر مستقيمه توگه پر شمالي کوريا نيوکه کړې ده. د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت وياند پر ټولو اړخونو ږغ کړی دی، چي په ټاپو وزمه کوريا کي د وضعې د لا کړکېچنولو څخه لاس واخلي. وياند زياته کړې ده چي ښه به دا وي چي په دغه سيمه کي د سولي له پاره کار وسي.
د نوو توغنديو ازموينه ښايي د شمالي کوريا د پخواني واکمن کيم يانگ ايل د لومړي تلين په ورځ (دسمبر۱۷مه) تر سره سي. د روان مېلادي کال په اپريل مياشت کي د شمالي کوريا د اونها ۳ ډوله توغندی ازموينه ناکامه سوې وه.
آژانسونه/احمدولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل