په سیند کې د ډوبې شوې کښتۍ له امله شاوخوا ۲۰ تنه مړه شوي
۱۴۰۳ خرداد ۱۲, شنبهد باختر دولتي خبري اژانس رپوټ ورکړی چې په دې کښۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۵ تنه سپاره وه چې ۲۰ تنه مړه شوي او یوازې پنځه تنه ژغورل شوي دي. یاده پېښه نن په ځایي وخت د سهار اووه نیمې بجې رامنځته شوې چې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.
بل لور ته د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مطبوعاتو امر مولوي صدیق الله قریشي وایي چې په دې پېښه کې تر اوسه یوازې د ۶ تنو مړو جسدونه او ۱۰ نور ټپیان موندل شوي خو ځینې لا هم لادرکه دي چې سېمې ته تللي د ژغورنې ټیمونه یې د پیدا په لټه کې دي.
د دوی په خبره چې په ټپیانو کې د دریو روغتیایي وضعیت نازک وه چې د ننګرهار سېمه ییز روغتون ته انتقال شوي دي.
د ډوبې شوې کښتۍ په سپرو کې ښځې او ماشومان هم شامل وه چې د مړو په موندل شویو جسدونو کې هم دوه ښځې، درې ماشومان او یو نارینه دی.
د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په زیاترو برخو چې د کونړ سیند تیر دی، ځایي خلک د خپلو ورځنیو چارو لپاره د پلونو د نه شتون له امله کوچنۍ کښتۍ کاروي چې وخت نا وخت ورته مرګونې پېښې پکې رامنځته کېږي.