نن د هند د ټاکنو وروستۍ ورځ ده
۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۹, یکشنبهنن يکشنبه (د ۲۰۱۹ کال د می ۱۹مه) د هند په ځينو برخو کې ټاکنې تر سره کيږي چې په دې ترتيب دغه شپږ اوونۍ اوږدې ټولټاکنې بشپړيږي. د لومړي وزير نریندر مودي انتخاباتي حوزه واراناسي يا بېنارس نوميږي چې د هندوانو مشهور مذهبي ښار دی. د دې تر څنګ ۵۸ نورې انتخاباتي حوزې هم نن پرانيستې دي. مودي د تويتر د لارې ليکلي دي: «نن د لوګ سبها يا ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ ورځ ده. زه له ټولو رايه ورکوونکو څخه، چې په دې پړاو کې رايې ورکوي، هيله کوم چې د رېکارډ شمېر رايې دې ورکړي. ستاسو يوه رايه به د هند برخليک د راتلونکو کلونو له پاره تعيين کړي.»
ترينګلې اوضاع
دغه ټاکنې د مودي د حکومت په سر ریفرنډم يا ولس پوښتنه هم بلل کيږي، چې ځينۍ پاليسۍ يې ناکامې وې، لکه د ډېر قيمت لرونکو بانک نوټونو له منځه وړل. د اپوزيسيون ګوندونو د مودي پر بهاراتيا جاناتا ګوند يا «بي جی پي» باندې تور لګولی چې په هند کې توکمي او مذهبي ترينګلتيا ته لمن وهي ځکه چې د دغه ګوند پيغام او تګلاره د هندوانو ملت پالنه ده. کتونکي په دې اند دي چې د مودي ګوند به په قدرت کې پاته شي، خو د ۲۰۱۴ کال د عمومي انتخاباتو يا ټولټاکنو په پرتله به لا لږې چوکۍ وګټي. د هند د ټاکنو کميسيون ويلي دي چې سږ کال ۶۶ سلنه خلکو په ټاکنو کې ګډون کړی، چې د تېرو ټاکنو په پرتله ۸ سلنه زياتوالی ښيي.