نظر پوښتنه: څوک تر ټولو خطرناک جمهوررئيس دی؟
۱۳۹۸ دی ۶, جمعهد نظریاتو د تحقیقاتي کمېسيون، یوگو- YouGov د یوې تازه نظر پوښتني پراساس، چي د المان خبري آژانس،dpa په فرمایش يې کړې ده، د نړۍ د سولي او امنیت له پاره ترمپ ته د ایران تر روحاني رهبر ایت الله علي خامينه اي او چین تر جمهوررئيس شي جین پینگ هم د خطرناک جمهوررئيس په سترگه کتل کیږي.
په نظر پوښتنه کي د پوښتل سوو کسانو ۴۱ سلنه ویلي دي چي ترمپ تر دغو پنځو کسانو هم د نړۍ سولي او امنیت ته خطرناکه دی.۱۷ فیصدو کیم یونگ اون، ۸ فیصدو پوتین او ۷ فیصدو شي خطرناکه بللی دی.
له ۲۰۲۴ کسانو څخه پوښتني
پروسږکال هم د دغي مؤسسې یوې مشابه نظر پوښتني تقریبأ عین تصویر ورکړی ؤ. خو هغه وخت فقط د درو جمهوررئيسانو، یعنی ترمپ، کیم او پوتین په باب پوښتني سوي وې. د همدې عیسوي کال د ډسمبر د ۱۶ څخه تر ۱۸ مي پوري په دغه تازه نظر پوښتنه کی د ۲۰۲۴ کسانو څخه پوښتني سوي دي.
د کانتار انستیتوت په یوه مشابه نظر پوښتنه کي چي د فونکه رسنیو په فرمایش یې کړې ده، اکثریت جرمنیان بیا تر خپلي صدراعظمي انګيلا ميرکل ډیر د فرانسې پر جمهوررئيس ایمانوییل ماکرا باندي اعتماد لري.