نتنیاهو په ګولان کې د کورونو نوې سیمه «د ترمپ هسکې» نومولې
۱۳۹۸ خرداد ۲۷, دوشنبهد اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د یکشنبې په ورځ د کورونو جوړولو دغه پروژه د ولسمشر ترمپ په نوم کړه. په دې ترتیب به دغه سیمه اوس «د ترمپ هسکې» په نوم یادیږي.
د دغه پروژې د ترمپ په نوم کولو سره اسرائیل غواړي د نوموړي د هغې پریکړې قدرداني وکړي چې له مخې یې د واشنګټن له خوا د ګولان هسکې د اسرائیل هیواد د برخې په توګه په رسمیت وپیژندل شوې. دا سیمې په ۱۹۶۷ کال کې تر یوې شپږ ورځنۍ جګړې وروسته د اسرائیلو تر کنترول لاندې راغلې. که څه هم نړیواله ټولنه دغه سیمې د اسرائیلو د خاورې برخه نه بولي، خو دې هیواد له کلونو راهیسې پرې خپل کنترول ساتلی دی.
د کورنو په دې پروژه کې اوس څلور کورنۍ اوسیږي. نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د کابینې غړو ته چې دې سیمې ته تللي وو، په وینا کې له ترمپ څخه د اسرائیلو د یوه «عظیم دوست» په توګه یاونه وکړه او د ګولان هسکې یې مهمه ستراتیژیکه سرمایه وبلله.
نتنیاهو وویل: «د ګولان هسکې زموږ د هیواد او ټاټوبي یوه نه بېلېدونکې برخه وه او د تل له پاره به همداسې پاتې شي.»
د اسرائیلو د اپوزیسیون غړو تر دې پريکړې سملاسي وروسته پر نتنیاهو باندې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې دا د هغه د حکومت له خوا د ځان د مشهورولو یوه هڅه وه. په اسرائیلو کې اوس یو سرپرست حکومت چارې پر مخ وړې ځکه د نتنیاهو ګوند له اپریل میاشتې راهیسې په دې نه دی توانیدلی چې یو ایتلاف رامنځ ته کړي.
ms/bs (AFP, AP, dpa)
زموږ له آرشيف څخه: