1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو، روسيې او سپينې روسيې ته خبرداری ورکړ

۱۴۰۰ خرداد ۱۶, یکشنبه

د ناټو سازمان روسيې او بېلاروس يا سپينې روسيې ته د دغه سازمان غړو ته د هر ډول ګواښ پر ضد خبرداری ورکړ. دغه خبرداری په وروستيو کې د سپينې روسيې له خوا په زوره د يوې مساپروړونکې الوتکې د کينولو اقدام په ادامې ورکول کيږي.

https://p.dw.com/p/3uUMm
Symbolbild NATO - Ukraine | Stoltenberg in Kiew
انځور: picture-alliance/Photoshot/S. Starostenko

د ناټو سازمان عمومي منشي، ينس ستولتنبرګ آلمانۍ ورځپاڼې «ويلت ام زونتاګ» ته ويلي دي: «موږ البته آماده يو چې په يو بيړني حالت کې د روسيې او منسک له خوا د هر ډول ګواښ په مقابل کې له خپل هر متحد څخه دفاع او محافظت وکړو.»

نوموړي زياته کړې: «موږ محتاط یو او موږ وضعيت له نژدې څارو چې په بېلاروس کې څه پيښيږي.»

د ناټو عمومي منشي دغه راز وويل چې سپينه روسيه، روسیې سره «لا ډيره وابسته» شوې ده. هغه زیاته کړه چې د ناټو سازمان په وروستيو میاشتو کې د مینسک او مسکو تر منځ د رامنځ ته شوو نژدې همکاريو په اړه په شدیده انديښنه درلوده.

ستولتنبرګ وويل: «موږ باید له تیر څخه زده کړې وی چې روسيې د اوکراین، جورجیا او مالدیف په څير هیوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا په برخه کې پراخې سرغړونې کړي دي.»

Russland Sotschi | Präsident Putin und Alexander Lukaschenko Belarus
پوتين او لوکاشينکوانځور: MIKHAIL KLIMENTYEV/Sputnik/AFP/Getty Images

هغه وویل: «ناټو يو دفاعي اتحاد دی.» د ناټو غړي هيوادونه، ليتوانيا، لاتويا او پولند له سپينې روسيې سره ګډه پوله لري.

دوه اوونۍ مخکې د سپينې روسیې ولسمشر، الکساندر لوکاشينکو، د راين اير هوايي شرکت يوه مساپروړونکې الوتکه په زوره راوګرځوله او په مينسک کې يې کينولو ته اړه کړه. دغې الوتکې د یونان او ليتوانيا د پلازمينو تر منځ پرواز درلود چې په کينولو سره يې ورڅخه مخالف ژورناليست، رومان پروتاسويچ او د هغې ملګرې، سوفيا سپيګا ونیول او توقیف يې کړل.

ناټو سازمان د دغه اقدام په غبرګون کې سپينې روسيې ته پر بنديزونو ځواب ورکړ، خو د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين بیا برخلاف، لوکاشينکو ته د خبرو بلنه ورکړه او ويې ويل چې مسکو به له سپينې روسيې څخه د ۵۰۰ ميلیونو ډالرو په ارزښت ملاتړ وکړي. پوتين دغه راز وويل چې له لويديځ سره د سپينې روسيې د مخ کیدو په صورت کې به هم له سپينې روسيې څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.

دي پي اې/م.ک.ص./م.ن.ص.

د سپينې روسيې په هکله زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: