1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو د ترکيې په چارو کي یوه اضطراري کمیټه جوړه کړه

۱۳۹۸ مهر ۲۸, یکشنبه

د سوريې د شمال بحران ته په کتو سره ناټو یوه اضطراري کمیټه جوړه کړې ،تر څوهلته د ترکيې د نظامي عملیاتو او هغه د نتایجو په هکله پلټني وکړي. د بلي خوا بیا د سوريې د شمال عیسویانو د اسد رژیم د بیرته ورتلو څخه هرکلی کړی دی.

https://p.dw.com/p/3Rb5x
Türkei Militärkonvoi an der Grenze zu Syrien
انځور: picture-alliance/AP/DHA/Kirikhan/M. Kocacik

د المانۍ ورځپاڼي (بیلډ ام زونټاگ) د ناټو د منابعو په حواله لیکلي دي، چي په دغه اضطراري کمیټه به د کشفي او امنیتي کارپوهانو ترڅنگ، د نظامي عملیاتو کارپوهان او سیاسي مشاورین هم شامل وي. دا هم پداسي حال کي ده، چي ترکيې تیره چارشنبه (د اکتوبر ۱۶ مه) د شمالي اتلانتیک په نامه شورأ ېوې جلسې په مخکي، په کومه کی چي د ناټو ۲۹ هیوادونو سفیرانو حضور درلود، امادگي ښکاره کړه، چي خپل د ناټو ملگرو ته به د بریدونو، مهاجرينو د جریان او په جنگي ساحو کي د تاوانونو په اړه معلومات ورکوي.

خو ترکيې دا هم واضح کړې ده، چي عملیات به یې د نومبر میاشتي تر نیمايي پوري دوام وکړي. دغه خبره مگر د مؤقتي اوربند تر نافذیدو دمخه طرحه سوې وه.

Türkei Ankara NATO-Generalsekretär Stoltenberg und Außenminister Cavusoglu
انځور: AFP/Turkish Foreign Ministry/C. Ozdel

په همدې حال کي بیا د سوريې د شمال عیسویانو د اسد رژیم د ممکنه بیرته ورتلو څخه هرکلی کړی دی. د منځني ختیځ د کارپوه، اوتمار اویرینگ - Otmar Oehring په حواله د سوريې د شمال اکثریت عیسویان سیمي ته د اسد رژیم د بیرته ورتگ څخه هرکلی کوي. د المانۍ، کونراد آدیناور مؤسسې څخه د نړۍ د ادیانو تر منځ د ډیالوگ مسؤل اویرینگ، عیسوي پروتستان خبري آژانس ته وویل، چي« اکثریت عیسویان دې ته خوشاله دي، چي احتمالأ به سیمي ته د اسد رژیم بیرته ورداخل سي.»

د اویرینگ په حواله په جرمني کي د دې خبري درک کول سخت دی، خو په واقعیت کي د سوريې عیسویان د اسد رژیم سره«نسبتأ ښه تجربه» لري. البته تر هغه وخته پوري، چي دوی په سیاست کي مداخله ونه کړي، نو د دوی دیني عقایدو ته هم څوک ضرر نه پيښوي. خو ده خبرداری ورکړ، چي « د بشارلاسد تر رژیم لاندي هر ډول سیاسي فعالیت د هغوی په مرگ تمامیدئ او بیا به هم همداسي وي.»

اویرینگ، چي د ۲۰۱۹ م کال په جولای میاشت کي یې د سوريې د شمال د عیسویانو به باب یو رپوټ هم خپور کړی دی، اټکل کوي، چي د اول سر ۱۰۰ زرو عیسویانو څخه به اوس د ۳۰ زرو څخه تر ۴۰ زرو پوري پاته وي. خو د هغوی دقیق تعداد معلوم نه دی. د اویرینگ په خبره دغه پاته عیسویان د ترکيې له خوا یو کنټرولیدونکئ امنیتي زون ردوي، ځکه چي دوی د افراطي اسلام پالو سوريايي یاغي ډلو د حملو څخه بیره لري، کوم چي د ترکيې سره متحد دي.

اویرینگ اضافه کوي، د کوردۍ ملیشې سره د عیسویانو جنجال هغه وخت رامنځته سو، کله چي هغوی د کوردانو لخوا وضع سوئ تعلیمي پلان رد کړ. خو د کردانو تر رهبرۍ لاندي «هیڅ وخت د هغوی دیني آزادي تر سوال لاندي نده راغلې.»