ناهلیس، غواړي چې لس هاو زرو کډوالو ته کارځایونه پيدا کړي
۱۳۹۴ آذر ۱۸, چهارشنبهد «زود دویچه سایټنگ» آلمانۍ ورځپاڼې په حواله ناهلیس په دې نظر ده چې په راتلونکي کال کې به هغو ۳۵ سلنه مهاجرو ته د کار زمینه مساعده کړي چې اوس «ټولنیز رفايی» مرستې چې په المان کې د «سوسیال» د مرستو په نامه یادیږي، ترلاسه کړي.
د هغې په خبره دغه کډوال به د کار خاوندان شي او د دولت له محتاجۍ څخه خلاص او یا لږ تر لږه پخپله به ځانته یوه عایداتي منابع پیدا کړي. خو د آلمان د مرکزي بانک مشر جانس وایډمن، بیا خبردارۍ ورکوي چې دومره په اسانۍ او ژر باید د کډوالو پر ادغام باندی حساب ونشي.
د آلمان د قانون له مخې هغه کډوال چې د پناخه غوښتنه یې منل شوې وي او کار ونه لري د بې کارۍ معاش یا د سوسیال د دولتي مرستې مستحق گرځي. د آلمان د کار وزارت له خوا د دغه هیواد پارلمان ته د وړاندی کړای شوو ارقامو له مخې په ۲۰۱۶ کال کې به د هغو کډوالو شمیر چې په آلمان کې د پاتی کیدو حق لري او د لومړي ځل له پاره به د سوسیال دولتي مرستې (Hartz IV), ترلاسه کړي له ۳۰۰ زرو څخه تر ۳۵۰ زرو پورې ورسیږي.
د دغه وزارت د اټکلونو له مخې د مسلکي والي په برخه کې د محدودیت له امله ۶۵ سلنه کډوال دولتي مرستو ته اړتیا ولري.
د مهاجرت بحران ته په کتلو سره تمه کیږي چې د دولتي مرستو د ترلاسه کوونکو په کلنې اوسط کې به ۲۷۰ زره تنه نور هم ور اضافه شي. په دوی کې نږدې ۲۰۰ زره یې د کار کولو جوگه او ۷۰ زره یې د کار کولو توان نه لري، ماشومان هم په دغه ډله کې راځي.
د ۳۰۰ زره هغه کسانو له جملې څخه چې د کار وړتیا لري لږ تر لږه ۱۰ زره به یې نور نو تر یوې اوږدې مودې پورې پر دولتي مرستو ته اړ نه وي. د آلمان د مرکزي بانک رئيس د «فرانکفورته رونډفونگ» رسنۍ ته وویل چې اکثره کډوال باید په لومړي سر کې ژبه زده کړي.
هغه زیاته کړه: «ډیرې دغه کډوال مسلکي نه دي چې د کار په بازار کې ورته تقاضا موجوده وي.» د نوموړي په خبره د آلمان په ټولنه کې د کډوالو ادغام وخت ته اړتیا لري: «تاریخي تجربو ښودلې ده چې یو مهاجر د یوه آلماني په پرتله لس کاله زیات وخت ته اړتیا لري، څو دغه آلماني ته ورته د اشتغال امکانات ترلاسه کړي. خو سیاست وال کولې شي چې دغه پروسه چټکه کړي».
ناهلیس په خپله هم له حده ډیرې خوشبینۍ څخه خبردارۍ ورکړی دی. هغې همدا د سپټمبر په میاشت کې کډوالو ته په اشارې سره ویلي وو: «حتی هر یو لسم مهاجر نه شي کولې په مستقیم ډول کار وکړي او یا یو مسلک زده کړي.»