میسیو: په نړۍ کې د جاودوګرۍ په ارتباط له شکنجې خبرداری ورکړی
۱۳۹۹ مرداد ۲۰, دوشنبهد آلمان په آخن ښار کې د کاتولیک عیسويانو مرستندویه سازمان (میسیو) مشر ډیرک بنګینر، وویل چې لږ تر لږه د نړۍ په ۳۶ هیوادونو کې انسانان په جادوګرۍ تورن، تعقیب او په ډیرو مواردو کې حتی وژل کیږي.
د میسیو مرستندویه سازمان د کشیش فلیپ ګیبس، له خوا په ترسره شوې څیړنه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه په ۲۰۱۲م کال کې د کرسټینا پر قضیې تمرکز شوی دی چې د پاپوا نوی ګینه هیواد په سویلي غریزو سیمو کې په جادوګرۍ تورنه او په ورځو ورځو شکنجه کړای شوې وه.
د میسیو خیریه سازمان د اګست میاشتې په ۱۰ نیټه چې د جادوګرۍ سره د مبارزې له نړیوالې ورځې سره سمون خوري غواړي په نړیواله کچه د دې موضوع جدیت ته پام را واړول شي.
نوموړي سازمان د بشري حقونو او ګډ پرمختیایي کار په چوکاټ کې د دغې پدیدې پر وړاندې د قوي مبارزې او څارنې غوښتنه وکړه. د دغې څیړنې پر اساس په اوس وخت کې هم په ډیرو هیوادونو کې د جادو او جادوګرۍ باور یا اعتقاد دوباره را ژوندی شوی دی.
په دې وروستیو کلونو کې په پاپوا نوی ګینه کې د دغې عقیدې پر اساس زور زیاتیو یو وار بیا زور اخیستی دی.