1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میانمار: په راکهین کې انټرنټي بندیز دویم کال ته داخل شو

۱۳۹۹ تیر ۱, یکشنبه

د میانمار هیواد په راکهین ایالت کې پر انټرنټ لګول شوی بندیز دویم کال ته داخل شو. د بشري حقونو سازمانونو په راکهین کې پر انټرنټ د لګول شوي بندیز د ختمولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3e7CH
Myanmar Internet Rakhine
انځور: Imago Images/ZUMA Press

د ۲۰۱۹م کال په جنورۍ کې د بیلتون غوښتونکو پر ضد د پوځي عملیاتو په پایله کې په دغه ایالت کې انټرنټي خدمات ځنډول شوي وو. د بشري حقونو د نړیوال سازمان (هیومن راټس واچ) په حواله د کرونا ساري ناروغۍ په دور کې معلوماتو ته د اتباعو لاسرسی ډیر مهم دی او د انټرنټ د بندیدو له امله عام خلک په دې برخه کې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د میانمار پوځ د ۲۰۱۹م کال په جنورۍ کې د دغه هیواد په راکهین یا راخین ایالت کې د سیمه ایزو بودایي اتباعو د لا زیاتې خپلواکمنۍ په خاطر جنګیدونکي وسله والې ډلې «آراکان پوځ» پر وړاندې عملیات پیل کړ.

د دغو عملیاتو په پایله کې تیر کال د جون میاشتې په ۲۱ نیټه په راکهین او ګاونډي ایالت چِن کې انټرنټي خدمات و ځنډول شول. د انټرنټ د بندیدو له امله سیمه ایزو خلکو د دې شخړې په هکله معلومات نه شول ترلاسه کولی.

د بشري حقونو نړیوال سازمان هیومن راټس واچ دغه انټرنټي بندیز د نړۍ تر ټولو اوږدمهاله بندیز بللی دی. د هیومن راټس واچ سازمان د يوې غړې لِنډا لاخدیر په حواله: «د نړیوالې وبا پر مهال عامو خلکو ته د معلوماتو رسولو ته شدیده اړتیا ده.»

تر اوسه پورې په میانمار کې په ۲۸۷ تنو کې کرونا ویروس تشخیص شوی دی په داسې حال کې چې شپږو تنو د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

کارپوهانو اندیښنه څرګنده کړې ده چې دغه کمې شمیرې، په اصل کې د ټسټونو د نشتوالي له امله دي او حقیقي ارقام کیدای شي تر دې ډیر لوړ وي.

په میانمار کې د انټرنټي خدماتو کمپنۍ وایي چې په اوس وخت کې لږ تر لږه د اګست تر میاشتې پورې په اتو سیمو کې د انټرنټ د فعالولو هیڅ امکان نشته.

د دغو کمپنیو په حواله د حکومت له خوا انټرنټی بندیز «د غیر قانوني فعالیتونو د مخنوي په خاطر نافذ کړای شوي وو.»

دویچه ویله اردو: ش.ن/ ن.ص

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: