ميسي بیا د سروزرو توپ وگاټه
په هغو مرسمو کي چي د دوشنبې په ورځ د سويس په څوريش ښار کي تر سره سول، ليونل ميسي پکښې د ۲۰۱۵م کال د فوټبال غوره لوبغاړی انتخاب سو او د سروزرو توپ ئې وگاټه. په دې انځوريز راپور کي له ۱۹۹۰م کاله غوره لوبغاړي ښوول کیږي.
لیونل ميسی (۲۰۰۹، ۲۰۱۰، ۲۰۱۱، ۲۰۱۲، ۲۰۱۵)
ميسي چي په ۲۰۱۵م کال کي ئې د اروپا د غوره لوبغاړي تاج هم گټلي، د دغه کال د نړۍ غوره لوبغاړی هم انتخاب سو. دا پنځم واری دئ چي ميسي د نړۍ د فوټبال غوره لوبغاړی ټاکل کيږي. ميسي چي له ۲۰۰۴م کال راهيسي په بارسلونا کي بازي کوي په نژدې یوه لسيزه کي ئې د کول وهلو ډېر ريکارډونه جوړ کړي دي. هغه په ۳۲۸ لوبو کي ۲۹۵ گله وهلي دي.
د ۲۰۱۵م کال فوټبال د غوره لوبغاړي جايزې ته درې کسان ميسي، رونالدو او نيمار انتخاب سوي ول.
کریستیانو رونالدو (۲۰۰۸، ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴)
رونالدو چي په ۲۰۱۴م کال کي د نړۍ غوره لوبغاړی ټاکل سوی وو، و نه توانېد چي دا ځل هم دغه لقب وگټي. هغه په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳م کال کي هم دغه لقب گټلی وو. رونالدو په ۲۰۰۹م کال کي د ۹۴ ميليونو يورو په ارزښت د هسپانيا ريال مادريد لوبډلي ته ولاړ. دا هغه مهال د فوټبال په نړۍ کي تر ټولو گران لوبغاړی وو. هغه تر اوسه د مادريد له پاره ۲۱۸ لوبي کړي او ۲۳۹ گوله ئې وهلي دي.
کاکا (۲۰۰۷)
برازيلي کاکا هم دغه لقب په ۲۰۰۷م کال کي گټلی وو.
فابیو کاناوارو (۲۰۰۶)
کاناوارو په ۲۰۰۶م کال کي د فوټبال په نړيوالو لوبو کي د ايټاليا نه ماتېدونکی دفاعي مخکښ وو. هغه یوازنی دفاعی لوبغاړی دی چي د نړۍ غوره لوبغاړی ټاکل سوی دئ.
رونالدینیو (۲۰۰۴ او ۲۰۰۵)
رونالدينو د فوټبال هغه ستوری گڼل کيږي چي له لوبي خوند اخلي. دغه لوبغاړي ته به د لوبي پرمهال مقابله لوبډله گوته په غاښ پاته وه.
زینالدین زیدان (۱۹۹۸، ۲۰۰۰ او ۲۰۰۳)
زين الدين زيدان هغه نوم دی چي د فرانسې فوټبال په تاريخ کي به له پلاتيني سره هر وخت یاديږي.
رونالدو (۱۹۹۶، ۱۹۹۷ او ۲۰۰۲)
رونالدو د ۹۰ لسيزي په منځ کي يو له ډېرو خطرناکو گول وهونکو څخه وو. هغه له برازيل سره دوه واري د نړۍ اتلولي وگټله.
لوئیس فیگو (۲۰۰۱)
پرتگالی فيگو هم د دغه لقب گټونکی دئ.
ریوالدو (۱۹۹۹)
برازيلي ريوالدو هم تر ډېره فوټبال وکړ او د برازيل په فوټبال کي ئې ډېر غوره ځای لاره.
ژرژ وهآ (۱۹۹۵)
وه آ، د افريقا په فوټبال کي تر ټولو پياوړی فارورد بلل کيږي. هغه يوازنی تور پوستی دی چي دغه لقب (د سروزرو توپ) ئې گټلی دئ.
روماریو (۱۹۹۴)
روماريو د برازيل يو له پياوړو فاروردانو څخه شمېرل کيږي. هغه په ۱۹۹۴م کال کي له برازيل سره د نړۍ اتلولي وگټله.
روبرتو باجو (۱۹۹۳)
باجو ډېر گړندی او پياوړی ايټالوی فوټبالر وو. هغه هم دغه لقب (د سروزرو توپ) گټلی دئ.
مارکو فان باستن (۱۹۸۸، ۱۹۸۹ او ۱۹۹۲)
فان باستن د ۸۰ لسيزه په وروستيو او ۹۰ لسيزي په لومړيو کي په نړۍ کي يو له تکړه لوبغاړو څخه وو. هغه په ۱۹۸۸م کال کي له هالند سره د اروپا اتلولي وگټله.
لوتار ماتئوس (۱۹۹۰ او ۱۹۹۱)
لوتار ماتئوس په ۱۹۹۰م کال کي د آلمان له ملي لوبډلي سره د نړۍ اتلولي وگټله. هغه يوازنی لوبغاړی دی چي د آلمان په ملي لوبډله کي ئې ډېري لوبي کړي دي.