1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: د ښځو له پاره تر ټولو «خطرناک» ځای کور دی

شبنم الکوزۍ | اسوشیتید پریس خبري آژانس او دویچه ویله
۱۴۰۳ آذر ۵, دوشنبه

ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د نړيوالې ورځې په مناسبت ويلي دي چې د ښځو له پاره تر ټولو «خونړی ځای کور دی» او تېر کال هره ورځ په اوسط ډول ۱۴۰ ښځې او نجونې د خپلو نږدې کسانو له لوري وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4nP62
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر په ۱۷ نېټه د نومبر ۲۵ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په توګه تصویب کړه.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر په ۱۷ نېټه د نومبر ۲۵ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په توګه تصویب کړه.انځور: ZOHRA BENSEMRA/REUTERS

نن (۲۰۲۴م کال د نوامبر ۲۵) په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ لمانځل کیږي.

ددغه ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو دوو خبري آژانسونو په یوې ګډه اعلامیه کې لیکلي چې، کور د ښځو له پاره تر ټولو «خونړي ځای دی»، دغه راپور دا هم کاږي چې ۶۰ سلنه دغه ښځې او نجونې د «ژوند د ملګري او يا د کورنۍ د نورو نږدې غړيو له لوري» د تاوتريخوالي قراني شوي دي او په دې ترتيب هره ورځ ۱۴۰ ښځې وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغو دواړو ادارو ټینګار کړی چې «ښځې او نجونې په هر ځای کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له دې سختې بڼې څخه اغیزمنې دي او هیڅ سیمه ترې استثنا نه ده.»

له طالبانو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پای ته رسولو په موخه د اقداماتو غوښتنه

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر يا يوناما او د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې په یوې ګډه اعلاميه کې د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي د نړیواله ورځې په مناسبت د افغانستان له حاکمانو غوښتي چې «د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره چټک اقدامات ترسره کړي، تر څو د هغو کړنو مخه ونیول شي چې د ښځو حقونو او د هغوی بنسټیزو ازادیو ته سیستماتیک زیان اړوي.»

په یادې اعلامیه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا ویلې: «موږ د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره په یوه حساس پړاو کې یو. موږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د عدالت رامنځ ته کولو په موخه بیړنیو اقداماتو ته اړتیا لرو.»

آیا د ښځو پر وړاندې د طالبانو دریځ لا پسې سختیږي؟

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پای ته رسولو نړيواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کيږي چې په افغانستان کې ښځې نه يوازې له څو ډوله تاوتريخوالي سره مخامخ دي بلکې د طالبانو د سياستونو له کبله یې خپل بنسټیز حقونه او آزادي ګانې هم له لاسه ورکړي دي.

همدا راز د ملګروملتونو عمومي سر منشي انتونیو ګوتېريش هم نن په خپله ایکس‌‌‌پاڼه کې لیکلي چې، د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي ترسره کول انسانیت شرموي.

ګوتېريش زیاته کړې، په ‌‌دې برخه کې د هيڅ هېواد او ټولنې ګام بې‌‌اغېزې نه ‌‌دی. هغه اندېښنه ښودلې ده چې حالات مخ په خرابېدو دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره او همدا راز د ملګرو ملتونو د مخدره موادو سره د مبارزې اداره وایې د شمیرو له مخې تیر کال ۵۲،۱۰۰ ښځې د خپلو مړونو او یا د کورنۍ د نږدې غړو له خوا وژل شوي دي. دغه ادارې زیاتوي چې دا شمیر په ۲۰۲۲ کال ۴۸،۸۰۰ وو.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر په ۱۷ نېټه د نومبر ۲۵ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په توګه تصویب کړه. د دې ورځې موخه دا ده چې په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې لپاره کار وشي او هوډمن پاتې شي.

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai