ملي امنیت: په افغانستان کې د القاعدې۸۰ جنګیالي وژل شوي
۱۳۹۶ آذر ۱۴, سهشنبهد افغانستان ملي امنیت ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو خبر ورکړی چې «عمر خطاب چې د عمر منصور په نامه هم مشهور وو، له ۸۰ نورو جنګیالیو سره یوځای وژل شوي دي.» یادې ادارې همدا راز زیاته کړې ده چې دغه کسان په زابل، پکتیا او غزني ولایتونو کې د یو لړ ګډو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
دا چې کله او څنګه عمر خطاب وژل شوی، تر اوسه پورې واضح نه ده. د ملي امنیت په حواله، عمر خطاب طالب جنګیالیو ته د درنو وسلو کاروونه، د شپې عملیات او د اړیکو په برخه کې روزنې ورکولې.
د افغانستان استخباراتي ادارې همدا راز ویلي دي چې په دې عملیاتو کې د القاعدې ډلې۲۷ غړي نیول شوي او د دې ډلې پنځه مرکزونه یې له منځه وړي دي.
له ۱۹۹۶م کال څخه تر۲۰۰۱م کال پورې یعنې د طالبانو د حکومت پرمهال، طالبانو د القاعدې ډلې غړو او د دې ډلې مشر اسامه بن لادن ته خوندي ځای برابر کړی ول.
په عین وخت کې امریکا متحد ایالات له ډیرې مودې راهیسې وايي چې په افغانستان کې د القاعدې ډلې د جنګیالیو شمیر تر ۱۰۰هم راټیټ او محدود شوی دی. خو د افغانستان د استخباراتو اداره یا ملي امنیت بیا د تيرو عامړ معلوماتو په پرتله د القاعدې شبکې د ډیرو غړو د حضور خبره کوي.
DPAE(K.H/N.Z)