ماکرون: فرانسه به د اوکراين ملاتړ ته دوام ورکړي
۱۴۰۱ خرداد ۲۷, جمعهماکرون: فرانسه به د اوکراين ملاتړ ته دوام ورکړيد فرانسې ولسمشر، امانويل مکرون، په یوه مرکه کې ويلي دي چې هيواد به ېې د خپل توان تر حده د اوکراين ملاتړ کوي، تر څو اوکراين په دغه هیواد کې روانه جګړه ګټلي وي. د رويټرز په حواله، مکرون فرانسوي تلويزیون BFM سره په مرکه کې وويل چې فرانسه به له اوکراین سره ټول هغه څه ترسره کړي چې له روسېې څخه د جګړې په ګټلو کې مرسته کوي.
مکرون همدارنګه ويلي دي چې هغه به د روسېې له ولسمشر، ولاديمير پوتين سره خبرو ته «هر هغه وخت چې ګټورې وې» ادامه ورکوي.
د فرانسي ولسمشر امانويل ماکرون د پنجشنبې په ورځ د آلمان د صدراعظم اولاف شولڅ، د ايټاليا صدراعظم ماريو دراګي او د رومانيا له ولسمشر کلاوس يوهانيس سره د اوکراين پلازمېنه کيف ته تللی وو او هلته يې له ولسمشر، ولاديمير زيلنسکي سره وکتل او هغه ته د ملاتړ ډاډ ورکړ. تر دې مخکې د آلمان، فرانسې او ايټاليا رهبرانو باندې له اوکراين څخه د نهایت محتاطانه ملاتړ په خاطر نيوکې شوي دي.
فرانسه نور له روسي څخه ګاز نه واردوي
په عین وخت کې د ګازو فرانسوي شرکت، جي آر تي ګاز، د جمعې په ورځ وويل چې فرانسې د جون له ۱۵مې راهیسې له روسېې څخه د پایپلاين له لارې طبيعې ګاز نه دي ترلاسه کړي. جې آر تي ګاز، دغه خبره وروسته له هغې کړې چې روسېې همدا روانه اوونۍ خبرداری ورکړ چې اروپا ته به د ګازو د صادراتو کچه په شدیده توګه راکمه کړي.
د روسېې ګازپروم شرکت د نوردستريم پايپ لاین له طریقه اروپا ته د صادراتو د کمولو دليل، په دغې شبکه کې ترمیماتي چارې ښودلی، خو د اروپايي اتحادېې چارواکي بیا په دې باور دي چې مسکو په دې کار سره د اوکراين متحدینو ته سزا ورکوي.
د اوکراین په ختيځ کې ناوړه بشري وضعیت
اوکراین وايي د سيويرودونيڅک ښار په ازوت کيماويي کارخانه کې په سلونو ملکيان په خطرناک وضعیت کې دي. اوکراين د جمعې په ورځ وويل د دغو ملکيانو رایستل یا تخليه يوازې د یو «بشپړ اوربند» په صورت کې امکان لري.
د لوهانسک والي، سرګي ګايدای پر ټولنيزې شبکې ليکلي دي: «په اوس وخت کې د پر له پسې ډزو او جګړو له کبله له کارخانې څخه وښکل ناممکنه او په فزيکي توګه خطرناک دی. په دغې کارخانه کې د ۳۸ ماشومانو په ګډون، ۵۶۸ کسان موجود دي.»
والي زیاته کړې ده: «له کارخانې څخه وتل، يوازې د بشپړ اوربند په صورت کې امکان لري.» سيويرودونيڅک د اوکراين په ختيځه سیمه لوهانسک کې تر ټولو لوی ښار دی چې لا هم د اوکرايني ځواکونو په لاس کې دی. دغه ښار له څو اوونيو راهیسې د روسي ځواکونو تر درنو حملو لاندې دی.
د آلمان خبري آژانس بیا د اوکراين د دفاع وزارت له قوله وايي چې په سيويرودونیڅک کې د آزوت کیمياوي کارخانه د روسيي ځواکونو د درونو حملو په نتيجه کې تقریباً په بشپړه توګه تخریب شوې ده. د لوهانسک والي پر ټيلګرام ليکلي دي چې هلته نور داسې کومه منظمه اداري ودانۍ شتون نه لري.
والي د روانې اوونۍ په پيل کې ويلي ول چې په دغه ښار کې شاوخوا لس زره کسان پاتې دي.
ملګري ملتون: د اوکراین په ختيځ کې بشري وضعیت ډير خراب دی
د ملګرو ملتونو سازمان هم د اوکراين په ختيځ کې پر بشري وضعیت شديده اندېښنه ښودلې ده. دغه سازمان د جمعې په ورځ وويل چې د اوکراين په ختيځ کې بشري وضعیت «نهایت خبردارورکونکي» حالت ته رسيدلی دی.
د فرانسې خبري آژانس په حواله د ملګرو ملتونو بشري آژانس، اوچا، په يوه اعلاميه کې ويلي دي: «له نژدې څلورو مياشتو راهیسې چې جګړه پيل شوې، بشري وضعیت په ټول اوکراين په ځانګړې توګه په ختيځه سیمه دونباس کې فوق العاده خبردار ورکوونکی او په چټکۍ د لا خرابیدو په حال دی.»
په اعلاميه کې زیاته شوې ده چې وضعیت په ځانګړې توګه د سيويرودونيڅک په شاوخوا کې ډېر خراب دی او په دغه ښار کې، «پاکو اوبو، خوړو، روغتيايي خدماتو او برېښنا ته لاسرسی کم شوی دی.»
اوچا وايي د اوکراين په ختيځ کې د جګړو د شدت له کبله د ملکيانو تلفات لوړ دي چې په هغو کې مرستندويه کارکوونکي هم شامل دي. په اعلاميه کې زیاته شوې ده چې د «د ټولو لویو ستونزو باوجود، ملګري ملتونه او بشري سازمانونه توانیدلي دي چې د جګړې له پیل راهیسې په ټول اوکراین کې شاوخوا ۸ اعشاريه ۸ ميلیونه وګړو ته رسيدګي وکړي.»
ميليونران له روسېې څخه د وتلو هڅې کوي
رويټرز خبري آژانس د جمعې په ورځ د بریتانیا د دفاع وزارت له قوله خبر ورکړ چې ارقام ښيي په زرونو ميليونران له روسېې څخه د وتلو هڅه کوي. زیاته شوې چې له روسېې څخه د سوداګرو او اليګارشي ټولنې د وتلو سبب جګړه وي.
د بریتانيا دفاع وزارت په دې هکله ليکي: «د مهاجرت درخواستونه ښيي چې ۱۵۰۰۰ روسي ميلیونرانو په احتمال سره وار دمخه [له روسېې څخه] د وتلو هڅې کړي دي.»
آ/م.ک.ص./ن.ز.