له هیواده بهر افغان ورزشکارانې په اسیایي سیالیو کې برخه اخلي
۱۴۰۲ شهریور ۱۵, چهارشنبهپه داسې حال کې چې د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې پخواني چارواکي وايي چې د چین په اسیايي لوبو کې به ۱۷ ښځینه ورزشکارانې په دریو ورزشي برخو کې برخه واخلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د بدني روزنې ریاست دویچه ویله ته ویلي چې دغو لوبو ته به د افغانستان په استازیتوب هېڅ ښځینه ورزشکاره ونه لېږل شي.
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې ۱۷ ښځینه ورزشکارانې به د روانې میاشتې په وروستیو کې په اسیایي لوبو کې د ګډون له پاره چین ته ولاړې شي.
اسيايي لوبې به د سپټمبر له ۲۳مې څخه د اکتوبر تر اتمې نېټې پورې د چين په هانگژوي ښار کې تر سره شي.
په تبعيد کې د افغان ښځو د فوټبال ملي لوبډډله چې رسميت نه لري
رویټرز خبري اژانس د افغانستان د المپیک د کمېټې له قوله لیکلي دي: »د افغانستان د المپیک ملي کمیټه به د ۱۷ ښځینه ورزشکارانو او متعهدو مسوولانو په شمول په درو برخو منډې وهلو، بایسکل چلولو او والیبال له پاره یو ټیم جوړ کړي.«
خو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د المپیک ملي کمیټې دویچه ویله ته وویل چې د اسیايي لوبو له پاره ښځینه ورزشکارانې نه لیږي.
د پخواني حکومت د والیبال فدراسیون عمومي منشي خوشحال ملکزی چې اوس په استرالیا کې دی، دویچه ویله ته وویل چې دغه ورزشکاران د طالبانو له رژیم سره هیڅ تړاو نه لري او دا ټیمونه به د المپيک نړيوالې کميټې او د اسيا د اولمپيک کميټې په ملاتړ د چین په سیالیو کې ګډون وکړي.
ده وويل چې د ښځو د واليبال ټيم اوس په ايران کې دى او په اسيايي سياليو کې د ګډون له پاره تيارى نيسي. د ملکزي په خبره، د ښځو د والیبال د ټیم یو شمېر لوبغاړي چې په پاکستان کې وو، ایران ته هم تللي دي.
د ملکزي په خبره، په دغو سیالیو کې ټولې لوبډلې د «افغانستان تر نامه لاندې» او د المپیک د نړیوالې کمېټې په ملاتړ ګډون کوي.
ملکزي زياته کړه: « زموږ دواړه ټيمونه چمتووالى نیسي، زموږ نارينه څانګه په کابل کې او زموږ ښځينه څانګه په ايران کې په دغو سياليو کې د نړيوال او اسيايي فدراسيون په مرسته ګډون کوي.»
په افغانستان کې د ښځو ورزش د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې منع شوی دی، چې له امله یې د ښځینه ورزشکارانو په ګډون ډیری نامتو میرمنې د ځورونې له ویرې هیواد پریږدي.
طالبانو د ښځو او نجونو حقونه او آزادۍ سختې محدودې کړي دي. څرنګه چې د طالبانو په واکمنۍ کې د نجونو او ښځو له پاره ثانوي زده کړې او لوړې زده کړې منع شوي، ملګرو ملتونو ویلي چې دا بندیزونه "د بشریت ضد جرم" ګڼل کیدی شي.
پرتګال د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډلي ته پناه ورکړه
د المپیک نړیوالې کمیټې (IOC) هم په تیر دسمبر کې طالبانو ته خبرداری ورکړی وو چې سپورت ته د ښځو او ځوانو نجونو ته په خوندي ډول د لاسرسي اجازه ورکول په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال د المپیک په لوبو کې د دغه هیواد د ګډون له پاره شرط دی.
د افغانستان د المپیک ملي کمیټې دغه پریکړه د سه شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړه او لیکلي یې دي: « د افغانستان د المپیک ملي کمیټه به د ۱۷ ښځینه ورزشکارانو او ژمنو مسوولینو په ګډون د ښځو د ورزش یوه ډله جوړه کړي چې په دریو څانګو کې به ورزشکارانې ولري، منډې وهل، بایسکل چلول او والیبال.»
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د سپورت څانګه کمزورې شوې، خو په وروستیو میاشتو کې یو شمیر ورزشکارانو ځینې لاس ته راوړنې هم لرلي دي. د بیلګې په ډول محمد حسن رضایي د اګست په میاشت کې په جنوبي کوریا کې د تکواندو د نړیوال فیستیوال اتلولي خپله کړه.
افغانه فوټبالره ناديه نديم د خپلې مور په وير کې ده
د افغانستان د المپیک ملي کمیټې زیاته کړې چې ښځینه ورزشکارانو ته درې تحصلي بورسونه ورکړل شوي چې « د پاریس 2024 المپیک سیالیو ته د دوی سفر ته به لاره هواره کړي.»