1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ترکيې څخه یونان ته د ډيرو نوو مهاجرو د ورتگ بيره

۱۳۹۸ شهریور ۱۲, سه‌شنبه

تيره پنجشنبه څه د پاسه ۵۰۰ مهاجر د سکالاسيکامينياس ساحل ته رسيدلي دي. اوس د يونان د ليسبوس ټاپو د کب نيوونکو د يوه کوچني کلي اوسيدونکي، په ۲۰۱۵ کال کی د مهاجرو د بحران له له تکرار څخه بيريږي .

https://p.dw.com/p/3Oviz
Flüchtlinge Griechenland Lesbos
انځور: Getty Images/AFP

 په ۲۰۱۵م کال کي به هره ورځ تر زرو تنو پوري مهاجر د کښتيو په مرسته له ترکيي څخه په یونان کی  د لیسبوس ټاپو راتلل. تر دغه بحران څلور کاله وروسته هم د نوموړي کلي اوسيدونکو هرڅه په ياد دي.

الپينيکي چي د ساحل په يوه کوچني رستورانت کي کار کوي وايي زما هغه په زرو کسان له ياده نه دي وتلي چي د ۲۰۱۵م کال په دوبي کي د ساحل غاړي ته راورسيدل. په هغو کي کوچنيان او داسي فاميلونه شامل ول چي پر لاري باندي له ډيرو غمجنو پيښو سره مخامخ سوي ول. زه نه غواړم د ۲۰۱۵م کال په شان انځورونه يو وار بيا ووينم.

د ۲۰۱۶م کال په مارچ مياشت کي د اروپايي ټولني له خوا تر هغه پريکړه ليک وروسته چي له ترکيې څخه يونان ته د رسېدونکو مهاجرو له بيرته منلو سره موافقه وکړه، د مهاجرو شمير ډير کم سوی دی.

خو له څو مياشتو راهيسي د ليسبوس او د يونان نورو ټاپوگانو ته د نوو مهاجر ورتگ زيات سوی دی. په ترکيه کي د اپوزيسيون د فشار له امله حکومت پر هغو مهاجرو خپل فشار زيات کړی دی چي قانوني اسناد نه لري. په خاص ډول افغانان او همدارنگه سوريايان له همدې کبله تر سخت فشار لاندي راغلي دي.

په ليسبوس ټاپو کي زياتره کسان د ۲۰۱۵م کال له هغه بحران څخه په بيره کي دي چي تر نن ورځي پوري يي سياحتونه اغيزمن کړي دي. خو زياتره کسان بيا له مهاجرو سره همدردي هم لري.

يونانۍ ستيلا چي په خپله په ځوانۍ کي له ليسبوس څخه آستراليا ته کډواله سوې وايي چي »دا خبره ماډيره زوروي چي څنگه ځوانان مجبوريږي چي خپل هرڅه په خپلو ټاټوبو کي پريږدي او مهاجرتو ته مخه کوي«.

نوموړې متقاعده زياتوي: »زياتره کسان له مهاجرو څخه شکايت کوي او وايي چي هغوی په خپله خوښه راروان دي، خو زه په دې پوهيږم چي دا آسانه کار نه دی.«

د سکالاسيکامينياس ساحل ته رسيدلي مهاجر مخکي له دې چي د موريا کمپ ته انتقال سي، لومړی کلي ته نژدې يوه ترانزيتي لاگرته بيول کيږي. له هغه راهيسي چي په آگست کي ۳۰۰۰ نوي مهاجر ليسبوس ته ورسيدل، نو کمپونه چي پرته له هغه هم زاړه وه، نور هم له اندازي څخه زيات ډک سول.

Afghanische Flüchtlinge in Athen Griechenland
د آتن په پارکونو کی بې سرنوشته افغان مهاجرانځور: DW/R. Shirmohammadi

د واثق په نامه ۲۵کلن افغان او د هغه د لس کسيزې کورنۍ له پاره چي لس ورځي مخکي راغلي، نور په لاگر کي ځای نه سته او مجبور دي چي د زيتون په يوه باغ کي په ساده بسترو کي شپه تيره کړي.

هغه وايي : «موږ يو ماشوم هم له ځانه سره لرو، مور مي سخته ناورغه ده. موږ نه سو کولای په دا ډول خپل ژوند ته ادامه ورکړو، هوا ورځ په ورځ سړيږي.»

په ليسبوس کي بحراني حالت ته په کتو سره، د يونان حکومت د شنبې په ورځ يوه بيړنۍ غونډه راوغوښتله. په هغې کي پريکړه وسوه چي د آژې په ټاپو کی  نور ډاکتران او نرسان وگومارل سي او په سمندر کي سرحدي کنترول لا پسې ډير کړي. 

همدارنگه په آتن کي کابينې دا پريکړه هم وکړه چي په سلو بې سرپرسته کم سنه او نور زخمي سوي مهاجر د موريا له کمپ څخه هيواد ته راانتقال کړي. د دوشنبې په سهار لا د افغانانو يوه لومړۍ ډله چي څه د پاسه ۶۳۰ تنه ول، تيسالونيکي ته د انتقالولو له پاره کښتۍ ته پورته کړای سول.

په سونو نور بايد د سه شنبې په ورځ انتقال سي. يوه افغان چي د موريا په کمپ کي بايد پاته سوی وای، ويلي چي هيله مند دی چي په چټکۍ سره له دغه په اصطلاح دوږخ څخه نور ووزي.

گ.پ /ن.ز/آژانسونه