له افغانستان سره د امنيتي تړون په اړه ډاډ
۱۳۹۲ مرداد ۱۰, پنجشنبهکيري د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اکست لومړۍ) له پاکستاني چارواکو سره تر خبرو وروسته د پاکستان د ملي امنيت او بهرنيو چارو مشاور سرتاج غزيز، سره په يوه خبري کنفرانس کي وويل: «موږ د پرمختگ په حال کي يو. موږ پر دغه [تړون] باندي کار کوو. زه شخصاً مطمين يم چي توافق ته رسيږو.»
جان کيري په دغه خبري غونډه کي زياته کړه: «په هغه موقعيت کي چي زه اوس يم د هوسايي احساس کوم، او زه تاسو ته وايم چي تمه ده دغه تړون به په يوه مناسب وخت کي پای ته ورسیږي.»
افغان ولسمشر حامد کرزي د دغه تړون پر سر باندي خبري اتري په قطر کي د طالبانو د دفتر د پرانيستلو په غبرگون کي وځنډولې. د افغان چارواکو په خبره په قطر کي د طالبانو دفتر د هغو ژمنو پر خلاف پرانيستلو سو چي د امريکا متحده ايالاتونو ور سره کړي وې. د دوی په خبره د قطر دفتر د يوه تبعيد سوي دولت يا سفارت په شکل پرانيستل سو.
په افغانستان کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امريکايي ځواکونو پاتېدل په دغه تړون پوري تړلي دي. دواړه اړخونه وايي چي دغه نوی ماموريت به د افغان امنيتي ځواک د روزلو او د هغوی د ملاتړ کولو په موخه وي.
جان کيري وويل: «جمهور رئيس [اوباما] دا روښانه کړې ده چي په يوه مناسب وخت کي به په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو د حضور دوام اعلان کړي او د دواړو اړخونو تر منځ د امنيتي تړون پر سر خبري اتري رواني دي.»
له پاکستان سره له سره همکاري
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو زوير د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره تر خبرو اترو وروسته وويل، داسي يوې موافقې ته سره رسېدلي دي، ترڅو هغه همکارۍ له سره پيل کړي، چي پر پاکستان باندي د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو او اسامه بن لادن د وژلو په خاطر زيانمني سوي وې. هغه دغه راز نواز شريف ته بلنه ورکړه چي له ولسمشر بارک اوباما سره د خبرو له پاره واشنگټن ته سفر وکړي.
کيري چي د چهار شنبې په ماښام په يوه نا اعلان سوي سفر اسلام آباد ته ورسېد له نواز شريف سره يې تر خبرو وروسته وويل: «زه باور لرم چي لومړی وزير [نواز شريف] د دغه کار په ترسره کولو کي جدي دی، او زه پوهيږم چي جمهور رئيس اوباما هم همدغسي.»
د پاکستان او امريکا ترمنځ د اختلاف يو عامل پر قبائيلي سيمو باندي د بې پيلوټه الوکو بريدونه دي. د نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز له کيري سره په خبري کنفرانس کي وويل چي هيواد ئې د دغه بريدونو د بندولو غوښتونکی دی او دغه بريدونه د دواړو هيوادونو پر اړيکو باندي منفي اغېزه کوي.