1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له استانبول څخه تر ۲۱ زرو ډیرو مهاجرو اخراج

۱۳۹۸ شهریور ۶, چهارشنبه

د استانبول سیمه ایز حکومت په یوه نیمه میاشت کې تر ۲۱ زرو ډير پناه غوښتونکي له ښاره ایستلي دي. ترکي چارواکو ویلي دي چې د استانبول ظرفیت پوره شوی دی او له ښار څخه باید غیر قانوني مهاجر وایستل شي.

https://p.dw.com/p/3OcQF
NGOs protestieren gegen die türkische Migrationspolitik
انځور: imago images/Depo Photos/H. Akgun

د سه شنبې په ورځ د استانبول امنیه قوماندان د یوې بیانیي په خپرولو سره اعلان وکړ چې ۱۶۴۲۳ تنه هغه مهاجر چې په غیر قانوني توګه په استانبول کې اوسیدل د بیرته ستنولو مرکزونو ته انتقال شوي دي. زیاته شوی ده چې دغه مهاجر په ناکنترول شوي ډول په استانبول کې ژوند کوي او باید بیرته خپلو هیوادونو ته ولېږل شي.

د استانبول د چارواکو په حواله تر ۴۵۰۰ ډیر سوریایان چې تر اوسه پورې یي ځانونه د قانوني پناه غوښتونکو په توګه نه دي ثبت کړي له ښار څخه د باندې مهاجرو کمپونو ته انتقال شوي دي.

د ترکیي د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو، تیره اونۍ اعلان کړی وو چې استانبول نور ګنجایش نه لري او په مجموع کې ۵۰۰ زره پناه غوښتونکي چې ۳۰۰ زره یي سوریايان دي او د ترکیي په مختلفو ښارونو کې یي خپل نومونه ثبت کړي دي، بیرته دغو سیمو ته ستنول کیږي.

د ترکيي د کورنیو چارو وزیر په خبره یو شمیر له دوی څخه په ترکیه کې په قانوني توګه ځانونه نه دي راجیستر کړي.

د استانبول امنیه قوماندان د جولای میاشتې په پای کې هغو سوریایي کډوالو ته چې په قانوني ډول نه دي ثبت شوي اعلان وکړ چې د اګست میاشتې تر شلمې نیټې پورې دې له دې ښار څخه ووځي او که نه نو په زور به هغو سیمو ته واستول شي چې دوی پکې ثبت شوي دي. دغه موده وروسته بیا د اکتوبر میاشتې تر ۳۰ نیټې پورې وغځول شوه.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د استانبول امنیه قوماندان اعلان کړی دی: هغه سوریایي پناه غوښتونکي به چې په ترکیه کې یي په قانوني توګه ځانونه نه دي ثبت کړي، د ترکیي نورو ولایتونو ته واستول شي.

هغه سوریایي کورنۍ چې ماشومان یي په لومړنیو ښوونځیو کې درس وایي او سوریایي کارفرمایان له دې حکم څخه مستثنی دي. د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ په خپل نوي رپوټ کې ویلي دي چې ترکیه د درې میلیونه او ۷۰۰ زره مهاجرو په منلو سره په دې برخه کې د نړۍ مخکښ هیواد دی.

ډیری دغه پناه غوښتونکي د سوريې کډوال دي چې په خپل هیواد کې د ویجاړونکي کورنۍ جګړې له ویرې تښتیدلي دي. دغه کډوال د مېلمه په توګه په ترکيه کې ژوند کوي. خو کله چې په ترکيه کې اقتصادي وضعه له پسې خرابه شوه، په دې ټولنه کې ترینګلتیا هم زیاته شوې ده.

د انساني حقونو سازمانونو د هغو له جملې څخه د بشري حقونو نړیوال سازمان پر ترکیي تور لګولی دی چې له سوریایانو څخه په جګړه کې ښکيلو سیمو (د هغو له ډلې څخه په ادلیب) کې استفاده کوي، خو د سوریې د کورنیو چارو زویر سلیمان سویلو، په کلکه دغه تورونه رد کړي دي.

دویچه ویله فارسي/ش.ن/ن.ز