له آلمان څخه نور افغان مهاجر اخراجیږي
۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۹, یکشنبهد آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د یکشنبې په ورځ د افغانستان د کډوالو چارو ادارې یوه کار کونکي ویلي دي چې تمه کیږي د چهارشنبې په ورځ (د می میاشتې ۲۲ نیټه) له آلمان څخه د رد شویو پناه غوښتونکو یوه بله ډله کابل ته ورسیږي.
د ۲۰۱۶ م کال په دسمبر میاشت کې له آلمان څخه د رد شویو پناه غوښتونکو د ډله ایز اخراج لړۍ پیل شوه. تر اوسه د ۲۳ پروازونو په ترڅ کې په ټوله کې ۵۶۵ نارينه افغان پناه غوښتونکي بیرته افغانستان ته استول شوي دي.
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشيف څخه انځوریز رپوټ:
د یاد خبري آژانس په وینا افغانستان ته د اخراج موضوع شخړیزه ده. په دغه هیواد کې د طالبانو او داعش پر وړاندې جګړه ادامه لري چې په ترڅ کې یې هره ورځ انسانان وژل کیږي او یا هم ټپیان کیږي.
پر دې سربیره د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د خپلو معلوماتو له مخې د اپریل میاشتې په پای کې يې له اروپایي هیوادونو څخه د رد شویو افغان پناه غوښتونکو سره د موقتي سرپناه تر عنوان لاندې خپلې مالي مرستې بندې کړې دي.
د دې پر ځای اوس د مهاجرت نړیوال سازمان له خوا له دغو کسانو سره هلته تر رسیدو وروسته د ۱۶۷ امریکایي ډالرو مرسته کیږي او دوی ته ځینې معلومات ورکول کیږي، لکه د هوټلونو ادرسونه.
آژانسونه/ ش. ن/ س. ر