لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په کابل کې ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولې، په جنوبي وزیرستان کې پر فعالانو وسله وال بريد مرګ ژوبله اړولې، په مديترانه کې د کښتۍ د ډوبيدو په يېښه کې ۱۱۰ کسان وژل شوي...
په کابل کې د علماوو غونډې ته څيرمه ځانمرگي بريد اته تنه ووژل
په کابل کې د افغانستان د علماوو د غونډې تالار ته څيرمه يوه ځانمرگي بريد لږ تر لږه ۸ تنه وژلي او ۹ تنه نور یې ټپيان کړي دي. يوه ځانمرگي بريد کوونکي په داسې حال کې د لوې جرگې خيمې ته څيرمه چې دغه غونډه پکښې روانه وه، په ځان پورې تړلي چاوديدونکي توکي وچول چې علماوو د يوې فتوا په جاري کولو سره ځانمرگي بريدونه ناروا وبلل. تر اوسه کومې ډلې د بريد پړه نه ده منلې.
په جنوبي وزیرستان کې پر فعالانو وسله وال بريد مرګ ژوبله اړولې
د رويترز خبري آژانس په حواله جنوبي وزیرستان په واڼه کې د يکشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنگ پر فعالانو د وسله وال بريد په پایله کې مرگ ژوبله اوښتې ده. ویل شوي چې د پښتنو فعالانو پر غونډه د پاکستاني طالبانو تر بريد وروسته امنيتي ځواکونو هم پر اجتجاج کونکو ډزې کړي دي. يوه ځای قومي مشر د نوم نه ښوولو په شرط ويلي چې د زور زياتي په دې پيښه کې دوه کسان وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپيان دي.
په مديترانه کې د کښتۍ د ډوبيدو په يېښه کې ۱۱۰ کسان وژل شوي
په مديترانه سمندرگي کې د تونس ساحل ته څيرمه د مهاجرو د يوې کښتۍ د غرقيدو له کبله تر ۱۱۰ زيات انسانان وژل شوي دي. د مهاجرو د نړيوال سازمان د وياند په حواله تر اوسه ۴۸ جسدونه موندل شوي او «ښايي تر ۶۴ زيات اوس هم لادرکه وي». د سازمان له خوا زياته شوې چې د يکشنبې په شپه د کيرکانه ټاپوگانو ته څیرمه د غرقې شوې کښتۍ څخه ۷۰ ژوندي ژغورل شوي دي. د تونس د دفاع وزرات په حواله د پېښې زياتره قربانيان تونسیان دي
د اردن لومړی وزير له دندې گوښه شوی
د اردن لومړی وزیر هاني الملقي له دندې گوښه شوی. د حکومتي کړيو په حواله نوموړي پاچا عبدالله ته خپل استعفا وړاندې کړه . په تيرو ورځو کې په ټول هيواد کې په زرونه کسانو د ملقي د سپما د پروگرام پر ضد مظاهرې وکړې او د نوموړي د استعفا غوښتنه یې کوله. حکومت هڅه کوله چې له دې اقداماتو سره د پېسو د نړيوال صندوق غوښتنې پر ځای کړي. حکومت پر عايداتو د پنځه سلنه او پر شرکتونو د ۴۰ سلنه ماليې د لوړولو پلان لره.
د شمالي کوريا د پوځ په مشرتابه کې بدلونونه راغلي دي
شمالي کوريا د واکمن کم جونگ اون او امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ ترمنځ د جون د ۱۲نيټې له پاره په نظر کې د نيول شوي ملاقات تر مخه لوړ پوړي پوځي چارواکي بدل کړي دي. کم سو جل د ځواکمن پوځي سياسي دفتر د مشر په توگه ټاکل شوی دی. زياته شوې ده چې سای ري يونگ جل د پوځ لوی درستيز په توگه نومول شوی دی. سربيره پر دې مرستيال لومړی وزیر نو گوان چول به د دفاع د وزیر چارې پر غاړه واخلي.
په پاريس کې د مهاجرو نور دوه کمپونه خالي کيږي
په پاريس کې د مهاجرو د دوو وروستيو سترو کمپونو د خالي کولو بهیر پيل شوی دی. د پاريس په شمال کې د سانت ماري کانال پر غاړه د خيمو يو غير قانوني کمپ چې زياتره اوسيدونکي یې افغانان دي، تخليه کيږي. پورتو دو لا شاپيل ته څیرمه يو بل کمپ هم خالي کيږي. په توله کې کابو ۱۰۰۰ مهاجر اغيزمن شوي. د چارواکو د معلوماتو په حواله په دريو کلونو کې دا شپږ دیرشم وار دی چې په پاريس کې دا ډول کمپونه خالي کيږي.