لنډ خبرونه په متن او انځور کې
شپیګل مجله: انیس عامري له داعش سره اړیکې درلودې
د آلماني مجلې د شپیګل ویلي چې انیس عامري د برلین د کرسمیس په بازار باندې د موټر برید کونکي په مستقیمه توګه د اسلامي دولت له ډلې سره اړیکې درلودې. د آلمان امنیتي ادارو په دې هکله له متحده عربي امارتو څخه معلومات ترلاسه کړي او د با اعتماده معلوماتو په درجه کې یې حسابوي. تونیسي انیس عامري، تیر کال د دیسمبر په ۱۹ نیټه، د برلین د کریسمس په بازار کې د موټر برید ترسره کړ چې له امله یې ۱۲ کسان ووژل شول.
شمالي کوریا د خپل بنسټ ایښودونکي تلین لمانځلی دی
په شمالي کوریا کې نن د شنبې په ورځ د دې کمونیستي هیواد د بنسټ ایښودونکي کیم ايل سونګ ۱۰۵ تلین ولمانځل شو. په ټوله نړۍ کې ویره خپره ده چې د دې ورځې په مناسبت کیدای شي د دې هیواد اوسنی رهبر کیم جونګ اون یوه نوې اټومي وسله و ازمويي ترڅو خپل نظامي ځواک نړیوالو ته وښيي. د امریکا د جان هاپکینز د پوهنتون په اساس سټلایټي انځورونو ښيي چې د کوریا د اټومي وسلو د ازمویني په سیمه کې مشکوک فعالیتونه لیدل کیږي.
په ایرانو کې سیلابونو مرګ ژوبله رامنځته کړې
د ایران د «اسنا» خبري آژانس په حواله، د دې هیواد په شمال غربي سیمه کې د سختو سیلابونو له امله لږ تر لږه ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ایران دولتي تلویزون د دې سیلابونو لامل په وروستیو ورځو کې شدید بارانونه په ګوته کړي دي. داسې ویرې هم شته چې د قربانیانو شمیر به له دې هم لوړ شي، دا ځکه چې تراوسه پورې د دې سیلابونو له امله ۲۰ انسانان لادرکه دي.
په ترکیه کې د ټولپوښتنې د ملاتړ هڅې په پای ته رسیدو دي
په ترکیه کې تر تاریخي ټولپوښتنې یوه ورځ مخکې، انتخاباتي مبارزې هم مخ پر ختمیدو دي. د ترکیې په ځایي وخت د شنبې تر شپې پورې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان چې غواړي په ترکیه کې ریاستي نظام رامنځ ته کړي، پلویان او مخالفین هڅه کوي ترڅو د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي. ترکان د یکشنبې په ورځ د ریاستي نظام د جوړولو له پاره په ټولپوښتنه کې برخه اخلي او د بري په صورت کې به د اردوغان واک نور هم ډیر شي.
د دورتمند د فوټبال پر لوبغاړو د برید په هکله تازه جزیات
د آلمان په دورتمند ښار کې د فوټبال د لوبغاړو پر بس باندې تر چاودنې وروسته د برلین ورځپاڼې تاګس سایتونګ ته یو دریم لیک رسیدلی دی چې پکې د دې برید مسولیت منل شوی دی. د ورځپانې په حواله، یو نا پیژنده ایمیل لیکونکي د ادولف هټلر یادونه کړې او په آلمان کې یې د «څو فرهنګه ټولنې» پر ضد پارونې کړي دي او په ایمیل کې یې د یو بل برید ګواښ هم کړی دی. اوس به د آلمان لوی څارنوال د دې لیک ریښتینولي ارزوي.