لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
«ترکيې او روسيې په سوريه کې د اوربند وړانديز کړی»
روسيې او ترکيې په سوريه کې د عمومي اوربند پر وړانديز توافق کړی. د ترکیې دولتي خبري آژانس انادولو رپوټ ورکړی چې دغه وړاندیز اوس بايد په کورنۍ جګړه کې ښکيلو خواو ته وړاندې کړل شي. ټينګار شوې چې په ټول هيواد کې بايد سر له پنجشنبې شپې اوربند نافذ شي. خو د ترهګرو ډلو پر ضد به عمليات جاري وي. روسيه او ترکيه غواړي په جنورۍ میاشت کې د سوریې د حکومت او د اپوزیسیون د استازو ترمنځ منځګړيتوب وکړي.
په روان کال کې ډير شمير انسانانو ته آلمان ته د اخليدو اجازه نه ده ورکړل شوې
په ۲۰۱۶م کال کې کابو ۲۰ زره انسانانو ته آلمان ته د داخليدو اجازه نه ده ورکړل شوې. د «Neue Osnabrücker» ورځپاڼې د پوليسو په حواله ويلي چې په دې ترتيب د ۲۰۱۵م کال په پرتله د بيرته شړل شويو شمير دوه چنده زيات دی. ورځپاڼه زياتوي چې د ۲۰۱۶ م کال د جنوري او نوامبر میاشتو ترمنځ ۱۹،۷۲۰ تنو مهاجرو ته آلمان ته د داخليدو اجازه نه ده ورکړل شوې. په ۲۰۱۵م کال کې یوازې ۸۹۰۰ کسان بیرته ستانه کړل شوي ول.
د بيت المقدس په ختيځ د نویو مينو د جوړولو په اړه رای ګيري لغوه اعلان شوې
په فلسطیني سيمو کې د اسرائيلو د مينو جوړولو سياست پر ضد د ملګرو ملتونو د پريکړه ليک وروسته د بیت المقدس ښاروالۍ د دغه ښار په ختيځ، د فلسطنيانو په سيمه کې د ناقلينو له پاره د ۶۱۸ نويو کورونو د جوړولو په هلکه پلان شوې رای ګيري لغوه کړې ده. دمګړۍ تقريباً ۴۳۰ زره یهودي ناقلين د اردن سيند اشغال شوې لويديځه غاړه کې او د ۲۰۰ زره زيات د ختيځ بيت المقدس په ختيځ کې چې د اسرائيلو له خوا الحاق شوی دی.
امريکا او جاپان په شريکه د پرل هاربر د قربانيانو يادون وکړ
د امريکا پر پوځي هوايي اډه پرل هاربر د جاپان د هوايي بريد ۷۵ کاله وروسته، د دغه هيواد لومړي وزیر شیزو ابې او د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما د وژل شويو امريکايي عسکرو د يادګار څلي ته په ورتلو سره د قربانيانو يادون وکړ. ابی د تسليت مراتب وړاندې کړل خو د دې بريد له امله چې کابو ۲۴۰۰ تنه پکښې وژل شوي وو د بخښنې غوښتل، د جاپان حکومت دا مخه رد کړي ول.
«شمالي کوريا غواړي په ۲۰۱۷ م کال کې خپل اتومي پروګرام پراخ او چټک کړي»
د شمالي کوريا واکمن کم یونګ اون، غواړي د اتومي وسلې جوړولو خپل پلانونه لا پسې کړندي کړي. د نوموړي د یوه لوړ پوړي فراري ديپلومات په حواله د شمالي کوريا مشرتابه غواړي په راتلونکي کال کې د خپل اتومي پروګرام د پرمخ وړولو په موخه پريکړنده ګامونه پورته کړي. په لندن کې د سفير پخواني مرستيال وويل چې د پيونګ يانګ حکومت غواړي چې جنوبي کوريا او امريکا کې د واک د تغير د زماني پنجرې څخه کټه پورته کړي.
ترمپ خپل وکيل په نړيوالو موضوګانو کې د حکومت د منځګړي په توګه نومولی
د امريکا متحده ايالاتو راتلونکي ولسمشر دونالد ترمپ، د ده د شرکتونو د اوږدې مودې وکيل، په خپل حکومت کې په نړيوالو موضوعاتو کې د منځګړيتوب هيئت د مشر په توګه نومولی دی. د ترمپ د انتقالي ډلې له خوا ويل شوي چې جيسون ګرينبلات، به د نړيوالو تجارتي تړونونو او نورو موافقو مسئول وي. د سي اين اين تلويزيوني شبکې رپوټ ورکړی چې د منځني ختيځ د شخړې او د کيوبا سره د اړيکو برخه به هم په نوموړي پورې تړاو ولري.